د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فراه کې د ملي اردو لږ تر لږه شل سرتېري وژل شوي

فراه کې د ملي اردو لږ تر لږه شل سرتېري وژل شوي

Feb 24, 2018 - 10:29

فراه (پژواک، ٥ کب ٩٦): د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سيمه کې پر يوه پوسته د طالبانو د بريد پر مهال د ملي اردو لږ تر لږه شل سرتېري او دوه طالبان وژل شوي دي.

د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه بريد تېره شپه تر سره کړى دى.

هغه وايي چې په بريد کې د ملي اردو ٢٥ کسان وژل شوي، د اردو درې ټانکونه له منځه تللي او طالبانو د پوستې يوه اندازې وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.

دادالله وويل چې په بريد کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دغه بريد کې دوه طالبان او د ملي اردو شل کسان وژل شوي دي.

د ده په وينا، د بريد پر مهال دوه طالبان ټپيان شوي هم دي او طالبانو د ملي اردو دوه سرتېري ژوندي نيولي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه له ولايتي چارواکو سره خبرې وکړو، خو د امنيې قومانداني او ولايت وياندويان ټيلېفون نه ځوابوي او د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي چې په دې اړه معلومات نه لري.

د راپورونو له مخې، د کب په لومړۍ شپه هم د فراه د مرکز اړوند په شمالګاه سيمه کې د پوليسو پر يوه پوسته د طالبانو په بريد کې شاوخوا شل پوليس وژل شوي وو. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement