د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناټو: د افغانستان خوندي ساتل په اصل کې د اروپا خوندي ساتل دي

ناټو: د افغانستان خوندي ساتل په اصل کې د اروپا خوندي ساتل دي

Feb 24, 2018 - 16:45

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٦): ناټو وايي چې د افغانستان خوندي ساتل په اصل کې د اروپا د خوندي ساتلو معنا لري، ځکه دوى د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکوي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن په اروپا کې ددغه سازمان عمومي قوماندان جنرال کورټيس سکاپروټي او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت اړوندو هېوادونو سفيرانو او د ناټو ملکي استازي سره نن د کب په ٥مه، په کابل کې د يوې ګډې خبري غونډې پر مهال وکړې.

جنرال نېکولسن وويل، په اروپا کې د ناټو سازمان د ځواکونو قوماندان په دغه سازمان کې د اتحادي هېوادونو له يو شمېر سفيرانو سره يو ځاى افغانستان ته په دوه ورځني سفر راغلى چې په کې د ترکيې، جرمني، ايټاليا، امريکا او نورو هېوادونو سفيران شامل وو.

هغه زياته کړه، دوى د غوڅ ملاتړ له مرکزي قوماندانۍ څخه ليدنه وکړه او په افغانستان کې يې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ورسره خبرې وکړې.

نوموړي دغه راز وويل، راغلي پلاوي د ناټو له ملکي استاز او افغان ملکي او پوځي چارواکو سره هم ګټورې خبرې کړې دي.

په ناټو سازمان کې د امريکا سفير کاى بايلى هوچيسون وويل : (( موږ نه غواړو چې افغانستان يواځې پرېږدو او يو ځل بيا په کې تاوتريخوالى زيات شي.))

هغه زياته کړه، طالبان بايد پوه شي چې په دغه جګړه کې طالبان نه شي بريالى کېداى، ځکه نو بايد د  سولې او خبرو اترو مېز ته راشي.

نوموړي وويل، ناټو سازمان ٢٩ غړي لري او د افغانستان سوله د ټولو يواځينۍ موخه ده.

دى وايي : (( د افغانستان خوندي ساتل په اصل کې د اروپا خوندي ساتل دي.))

په ناټو کې د امريکا سفير زياته کړه چې دغه راز دوى د کاناډا، امريکا او شمالي اتلانتيک سيمې هم له ترهګرۍ خوندي ساتي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نېکولسن وويل چې په دې وروستيو کې يې د طالبانو خوځښتونه کم کړي دي.

هغه زياته کړه : (( د سوېلي اسيا لپاره د ولسمشر ټرمپ د تګلارې تر اعلانولو وروسته د طالبانو  خوځښتونه کم شوي، خو ترهګريز بريدونه يې زيات کړي، مګر هغه ډول جګړې نه شي کولى چې پخوا يې کولې.))

دى وايي، له لويو بريدونو سره  طالبانو خپل دوه مخيتوب ثابت کړ، دوى هر کال د ملکي تلفاتو د کمولو ژمنې کوي، خو بيا دا ډول بريدونه پر ملکي وګړو ترسره کوي او مسووليت يې هم اخلي.

بلخوا په کابل کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې راغلي پلاوي په شمال کې د دې ماموريت له قوماندانۍ څخه هم ليدنه وکړه او د ناټو ځواکونو له خوا دافغان ځواکونو د روزنې پروسه يې وڅارله.

په اروپا کې ددغه سازمان عمومي قوماندان جنرال کورټيس سکاپروټي وويل، د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغان ځواکونو تجربې او وړتياوې زياتېږي.

هغه زياته کړه چې دوى به د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکوي، څو دوى د راتلونکي نسل نظامي رهبران ثابت شي.  

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan