د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نظر پوښتنه: ډېری خلک د برېښنايي تذکرو د وېش له اوسني بهير څخه ملاتړ کوي

نظر پوښتنه: ډېری خلک د برېښنايي تذکرو د وېش له اوسني بهير څخه ملاتړ کوي

Feb 24, 2018 - 18:45

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٦):  په انلاين بڼه د ځينو رسنيو د نظرپوښتنو د ګډونوالو رايې ښيي چې په منځنۍ کچه له هرو پنځو تنو څلور د برېښنايي تذکرو د وېش له اوسني بهير سره موافق دي.

د نفوسو د احوال د ثبت قانون مسوده په ۱۳۹۲ کال کې د ملي شورا له خوا تصويب او په ۱۳۹۳ کال کې د ولسمشر له خوا توشيح شوه، خو ځينې اعتراض کوونکي په تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو ليکلو غوښتوونکي شول.

د تېر کال په کب مياشت کې ددغه قانون شپږمه ماده د ولسمشر په تقنيني فرمان سره تعديل شوه او د تصويب لپاره ملي شورا ته واستول شوه.

په دغه ماده کې په تذکرو کې د اسلام سربېره، د تذکرې اخيستوونکو ملت(افغان) او مليت( پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او په هېواد کې مېشت نور قومونه) ليکل هم په پام کې نيول شوي دي.

 دغه فرمان د ولسي جرګې له خوا رد او د مشرانو جرګې له خوا تاييد شو، خو د ملي شورا د دواړو جرګو ګډ پلاوي د مشرانو جرګې پرېکړه تاييد کړه او پر همدې بنسټ د روان کال د سلواغې په ۲۶مه د برېښنايي تذکرو د وېشلو بهير په داسې حال کې پيل شو چې د حکومت د اجراييه رييس په ګډون ځينو له دې کار سره مخالفت وکړ.

په وروستيو ورځو کې د امريکا غږ، "هشت صبح" ورځپاڼې، پژواک خبري اژانس او سلام وطندار په څېر رسنيو په دې اړه د انټرنيټي پاڼو له لارې انلاين نظر پوښتنه ترسره کړې ده.

 هشت صبح او سلام وطندار پوښتنه کړې چې ايا په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې له ليکلو سره موافق يئ؟، امريکا غږ  داسې پوښتنه مطرح کړې چې ايا نوې تذکرې ووېشل شي او که نه؟ پژواک پوښتنه کړې چې ايا برېښنايي تذکرې اخلئ او که نه؟

د هشت صبح، سلام وطندار او پژواک پر ټولو پاڼو  نن تر غرمې مخکې پورې ۱۶۷تنو دې پوښتنې ته ځواب ورکړی او د مثبت او منفي ځواب سلنه يې هم مشخصه شوې ده.

د  امريکا غږ نظر پوښتنې په پاڼه کې د هغو کسانو شمېر نه ليدل کېږي چې ځواب يې ورکړی، خو  په دې پاڼه کې د رايې ورکوونکو  مثبت اومنفي سلنه مشخصه شوې ده.

 

 ثبت شوې شمېرې ددې ښودنه کوي چې په منځنۍ کچه د تذکرو د وېش له اوسني بهير سره  د مخالفو کسانو سلنه ټيټه ده.

خلک بېلا بېل نظرونه لري.

 د سلام وطندار نظر پوښتنې د تبصرو په برخه کې د کوچي اسلمي په نامه يوه کس ليکلي:" د اساسي قانون  له ۴مې مادې سره سم چې د قوانينو مور ده بايد برېښنايي تذکرې ووېشل شي."

 د هېواد د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي:" په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې يې په مستقيم ډول خپله يايې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري، عبارت دى.افغان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک،ترکمن، بلوڅ، پشه يي، نورستاني،ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش، ګوجر، براهوی او نورو قومونو څخه جوړ دی. په تابعيت او پناه وركولو پورې اړوندې چارې د قانون له لارې تنظيمېږي. د افغان كلمه د افغان ملـت پر هر فرد اطلاق كېږي     "

اسلمي هم د افغان کلمه په هېواد کې د ټولو مرشتو قومونو د ملي يووالي سمبول او د افغانستان د خلکو د پلرونو او نيکونو وياړ بللې او ليکلي يې دي:" هيله لرم چې دغه تاريخي وياړ خوندي او په تذکره کې د افغان کلمه وليکل شي. "

 دغه راز د پژواک د نظر پوښتنې په پای کې د اجمل احمدي په نامه يوه کس ليکلي:" هو سل په سلو کې برېښنايي تذکره اخلم، زه يو تاجک يم، خو پر خپل افغان هويت وياړم. مړه دې وي د افغانستان دښمنان او پلورل شوي ډالر پرستان."

خو ځينې نور بيا بل ډول نظر لري.

د فېسبوک کارکوونکى اميد اعتمادي د برېښنايي تذکرې د وېش پروسه کې د افغان کلمې له يادونې سره مخالفت لري او ليکي:((ټول خلک برېښنايي تذکره غواړي، خو په خپل هويت سره. افغان د يوه قوم هويت دى، موږ داسې تذکره نه غواړو چې زموږ هويت کې يې جعل کړى وي.))

احمد ذکي افشار د هشت صبح د پوښتنې په ځواب کې چې ايا په برېښنايي تذکره کې د افغان کلمې له درج سره موافق ياست؟ ليکلي:((نه، د افغان ليکلو لپاره دليل نشته، خو که چېرته د همدې يوې کلمې په ليکلو سره امنيت ټينګېږي، نو پسه هم راته وليکئ، زه ورسره موافق يم."

خو د محمد نادر افغان په نامه يو کس په دې اړه د شته نظري اختلافاتو او د ځينو کسانو د بدو خبرو په اړه ليکلي دي:((له احمقانه خبرو څه نه جوړېږي، د خلکو په منځ کې هېڅ ستونزه نشته، يوازې څو احمقان او بې شعوره کسان دي چې ددې کارونو تر شاه غير انساني او غير اسلامي شعارونه په متعصبانه بڼه وړاندې کوي، لطفا د خلکو تر منځ له کرکې اچونې ډډه وکړئ که نه په دې اور کې به لومړى خپله تاسې وسوځېږى."

د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې تخنيکي مرستيال محمد ويس پاياب وايي، تر کومه چې دا اداره کارونه مخته وړي، د خلکو په منځ کې ستونزه نشته، ستونزه يوازې د سياستوالو تر منځ ده.

هغه د هېواد له سياستوالو وغوښتل چې ډېر ژر دې په دې برخه کې خپل اختلافات پاى ته ورسوي.

 د نوموړي په خبره، تر اوسه پورې شاوخوا ٥٥٠ لوړ پوړي دولتي چارواکي د برېښنايي تذکرې د اخيستلو پروسه کې بايومټريک شوي چې د روان کال د سلواغې له ٢٧مې نېټې نه يوازې په ارګ کې دوام لري.

د پاياب په خبره ، د نفوسو د احوال د ثبت اداره به د ولسمشر له لارښوونې وروسته د برېښنايي تذکرو وېش پيل کړي.

نوموړي د څلورو رسنيو د نظرپوښتنو د پايلو په اړه وويل:((د يوې تخنيکي ادارې په توګه زموږ مسووليت دادى چې د تذکرې د ثبت او راجسترېشن لپاره زمينه مساعده کړو، اکثره خلک له کلونو راهيسې د برېښنايي تذکرو وېش ته انتظار وو... په همدې سبب فکر کوم چې د فېسبوک له لارې د تر سره شوې نظر پوښتنې منځنۍ پايله به حقيقت ته نږدې وي.))

پژواک هڅه وکړه چې ددغې نظر پوښتنې د څرنګوالي په اړه د افغانستان د احصايې مرکزې ادارې سره هم خبرې وکړي، خو ځواب يې تر لاسه نه کړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement