کابل (پژواک، ٥ کب ٩٦): په انلاين بڼه د ځينو رسنيو د نظرپوښتنو د ګډونوالو رايې ښيي چې په منځنۍ کچه له هرو پنځو تنو څلور د برېښنايي تذکرو د وېش له اوسني بهير سره موافق دي.
د نفوسو د احوال د ثبت قانون مسوده په ۱۳۹۲ کال کې د ملي شورا له خوا تصويب او په ۱۳۹۳ کال کې د ولسمشر له خوا توشيح شوه، خو ځينې اعتراض کوونکي په تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو ليکلو غوښتوونکي شول.
د تېر کال په کب مياشت کې ددغه قانون شپږمه ماده د ولسمشر په تقنيني فرمان سره تعديل شوه او د تصويب لپاره ملي شورا ته واستول شوه.
په دغه ماده کې په تذکرو کې د اسلام سربېره، د تذکرې اخيستوونکو ملت(افغان) او مليت( پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او په هېواد کې مېشت نور قومونه) ليکل هم په پام کې نيول شوي دي.
دغه فرمان د ولسي جرګې له خوا رد او د مشرانو جرګې له خوا تاييد شو، خو د ملي شورا د دواړو جرګو ګډ پلاوي د مشرانو جرګې پرېکړه تاييد کړه او پر همدې بنسټ د روان کال د سلواغې په ۲۶مه د برېښنايي تذکرو د وېشلو بهير په داسې حال کې پيل شو چې د حکومت د اجراييه رييس په ګډون ځينو له دې کار سره مخالفت وکړ.
په وروستيو ورځو کې د امريکا غږ، "هشت صبح" ورځپاڼې، پژواک خبري اژانس او سلام وطندار په څېر رسنيو په دې اړه د انټرنيټي پاڼو له لارې انلاين نظر پوښتنه ترسره کړې ده.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن