ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې شپږ ماين خښوونکي نيول شوي

ننګرهار کې شپږ ماين خښوونکي نيول شوي

author avatar
24 Feb 2018 - 16:51
ننګرهار کې شپږ ماين خښوونکي نيول شوي
author avatar
24 Feb 2018 - 16:51

جلال اباد (پژواک، ۵ کب ۹۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په پچيراګام او چپرهار ولسواليو کې امنيتي ځواکونو شپږ ماين خښوونکي نيولي دي.

د چارواکو په وينا، يادو کسانو په دغو ولسواليو کې د سړک د غاړې ماينونه ځای پرځای کول چې ډېرى وخت يې په ملکي خلکو چاودنې کړي او هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ۵مه پژواک اژانس ته وويل،امنيتي ځواکونو په چپرهار او پچيراګام ولسواليو کې هغه شپږ ماين خښوونکي نيولي چې وخت نا وخته به يې د لارو په اوږدو کې ماينونه ځای پرځای کول.

هغه  زياته کړه، د نيول شوو ماين خښوونکو د ماينونو په چاودنو کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز يې په يو شمېر دولتي موټرو هم چاودنې کړې دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال هم وايي چې نيول شوي کسان اوس مهال په امنيه قوماندانۍ کې تر نظارت او پلټنو لاندې دي.

هغه وايي، نيول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او ډېر ژر به يې د نورو څېړنو په موخه دوسيې څارنوالۍ ته ولېږدول شي.

د نوموړي په وينا،نيول شوي کسان ټول د وسله والو طالبانو د ډلې اړوند دي او د همدغو ولسواليو اصلي اوسېدونکي دي.

وسله والو طالبانو بيا تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.