کابل(پژواک، ٥ کب ٩٦): د کورنيو چارو وزارت وايي چې تېره شپه د هوايي ډزو له امله په کابل او ولايتونو کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بغلان کې د دوو ټپيانو او په کابل کې د يوه ټپي روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
نوموړي زياته کړه چې پوليسو لسګونه کسان د نا قانونه ډزو په تړاو نيولي دي.
د کابل او ځينو نورو ولايتونو اوسېدونکو هم تېره شپه د دوو افغان ورزشکارانو(باز محمد مبارز او احمدولي هوتک) له لوري په ام ام اى يا ازادې مبارزې سياليو کې خپلو بهرنيو حريفانو ته تر ماتې وروسته ډزې وکړې.
د کابل اوسېدونکي د خوښۍ په مراسمو کې د دغو ډزو په اړه اندېښمن دي او وايي چې ډزې نه يوازې چې رواني ستونزې پيدا کوي، بلکې د مرګ ژوبلې سبب هم ګرځي.
خلک وايي چې لامل يې له يوشمېر افرادو سره د نا قانونه وسلې شتون دى، دوى له دولته غواړي چې دا ډول کسان دې بې وسلې او سرغړونکو ته دې جزا ورکړي.
د خيرخانې د دويمې حصې اوسېدونکې ٥٥ کلنې بي بي سلطانې پژواک ته وويل چې تېره شپه يې غوښتل ويده شي، خو همدې وخت کې پرله پسې ډزو سخته ووېروله او کوچني اولادونه يې اندېښمن وو.
دغې مور پژواک اژانس ته وويل:((زړه مې څو شېبې بې ځايه و، لمسيان مې له وېرې لړزېدل.)) هغې زياته کړه چې تر سهاره يې خوب نه دى کړى او په دې انتظار وه چې کله سهار شي او په سيمه کې له شوې پېښې خبره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن