ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: هر سوداګر چې فساد وکړي باید محاکمه شي

ولسمشر غني: هر سوداګر چې فساد وکړي باید محاکمه شي

author avatar
24 Feb 2018 - 18:43
ولسمشر غني: هر سوداګر چې فساد وکړي باید محاکمه شي
author avatar
24 Feb 2018 - 18:43

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٦) : ولسمشر اشرف غني وايي، هر سوداګر چې فساد وکړي باید محاکمه شي او په دې برخه کې يې له سوداګرو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

له ارګ څخه د کب په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن سهار د هرات ولایت د خصوصي سکتور او پانګه اچوونکو له استازو سره په غازي امان الله خان تالار کې وکتل او د هغوی غوښتنې یې واورېدې.

په پيل کې د هرات د کانونو او صنایعو خونې ريیس حمیدالله خادم د ټاپي پروژې د پیلولو د مبارکۍ تر څنګ په دغه برخه کې د جمهور ريیس هڅې وستایلې.

هغه په ګمرکونو کې د فساد، متفرقه محصولاتو، د تعرفو د لوړوالي، د ډبرو د وارداتو، د مرمر ډبرو د فابریکو د غښتلي کولو، د قېمتي او ودانیزو ډبرو ترمنځ په تفاوت قایلېدو، د هرات ـ چشت سړکونو پخولو او د ښځو د لاسي صنایعو لپاره د مناسب ځای بازار نشتوالي او په هرات کې د دویم صنعتي پارک د جوړېدو په برخو کې وړاندیزونه وکړل.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې ريیس سعد خطیبي په بندرونو کې د امکاناتو د کموالي، له ښاره دباندې ترمینل جوړولو، د کرنیزو محصولاتو معیاري کولو او پروسس، د معیاري سړو خونو نشتوالي، د هرات د بین المللي هوايي ډګر ترمینل پراختیا او له هرات څخه د بین المللي پروازونو پيلولو، د زربستریز تخصصي روغتون او د ایمرجسني روغتون جوړولو په اړه غوښتنې مطرح کړې.

ولسمشر غني د ټاپي کار د پیل له امله یې ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د هرات خلکو ته مبارکي وویله او د خلکو هر اړخیز هرکلی او همکاري یې وستایله.

هغه په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکتور له پانګونې مننه وکړه او د اقتصادي سکتور په پياوړتیا، د صادراتو په زیاتولو او خودکفايي کې یې د پانګوالو او صنعت کارانو نقش مهم وباله.

ولسمشر د هرات ـ چشت سړک د کار پیل په اړه د فوایدعامې وزیر ته لارښوونې وکړې چې له اړوندو څانګو او خلکو سره په همغږۍ او مشوره د یادې پروژې لپاره اساسي ګامونه پورته کړي.

نوموړي د هېواد د کانونو د لار نقشې پلې کېدو ته په اشارې وویل، د ډبرو فابریکې او استخراج یې معیاري نه دی، اړتیا ده چې په دغه برخه کې هر اړخیز کارونه وشي چې دغه برخه کې د پانګونې نوعیت کې مثبت بدلون راشي.

ولسمشر غني څرګنده کړه : (( زموږ موخه داده چې افغانستان صنعتي شي او له صنعت کارانو یې وغوښتل چې دغه برخه کې خپلې مشخصې طرحې حکومت سره شریکې کړي. ))

جمهور ريیس په ټینګار سره وویل: هر سوداګر چې فساد وکړي باید محاکمه شي او تاسې ژمنه وکړئ چې دغه برخه کې به له موږ سره هراړخیزه همکاري او له دغه بهیره ملاتړ کوئ. ګمرکونه باید له سیاست څخه جلا شي، د ګمرکونو په چارو کې دې مداخله ختمه شي او د مامورینو ګومارنه دې د اداري اصلاحاتو د شفافې پروسې له لارې ترسره شي.

د يو بل خبر له مخې، ولسمشر دغه راز نن د هرات په غازي امان الله خان تالار کې د هرات ولایت ورزشکارانو او مډال ګټونکو سره وکتل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.