کابل (پژواک، ٦ کب ٩٦): د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په روان کال کې د ملکي او نظامي برخو ٩٥ لوړپوړي چارواکي په سزا محکوم کړي او دغه راز يې د پنځه ميلياردو افغانيو د بېرته راګرځولو حکم کړى دى.
د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي، نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وويل، يادې ادارې د کال له پيل راهيسې د اداري فساد له ١٥٠٠ زياتې قضيې څېړلې دي.
هغه زياته کړه، په ټوليز ډول د يادو پېښو په تړاو ٥٤ نظامي او ملکي منسوبين ممنوع الخروج اعلان شوي او د ١٥ نورو مامورينو دندې ځنډېدلې دي.
هغه وويل، له ټولو ١٥٠٠ قضيو، ١٣٥ قضيې يې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز پورې اړوند وې.
رسولي څرګنده کړه، په ياده قضيه کې د ١٣٥ کسانو له جملې يې ١١٨ کسان په دغه مرکز کې محاکمه شوي دي.
نوموړي د محکوم شوو چارواکو د هويت په اړه له جزئياتو وړاندې کولو پرته وويل، د دوى له ډلې يې ٩٥ کسان په زندان محکوم شوي، شپږ کسان نغدي جريمه شوي، ١٧ کسان برائت اخيستى او خوشي شوي او د نورو ١٧ کسانو دوسيې تر څېړنې لاندې دي.
نوموړي زياته کړه، د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د يادو قضيو په تړاو، د يو ميليارد او شپږ سوه زره افغانيو، شاوخوا ٤٩ ميليون او ٥٠٠ زره امريکايي ډالرو او ٣٠٠ زره پاکستانۍ کلدارو د راګرځولو حکم هم کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن