ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي

بغلان کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
25 Feb 2018 - 14:40
بغلان کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
25 Feb 2018 - 14:40

پلخمري (پژواک، ٦ کب ٩٦): د بغلان په تاله او برفک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضایي د کب په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغان ځواکونو نن سهار د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ په سرموش سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړل چې په جریان کې یې تر دې دمه ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ده وویل چې په یاده سیمه کې یې د عملیاتو موخه له مخالفینو د ډبرو سکرو کان ته تللې لارو پاکول دي چې تر اوسه یې د طالبانو یوه مهمه قرارګاه او پر لاره د جوړو شوو پوستو له منځه وړي دي.

د شاهین قول اردو ویاند زیاتوي چې په دې پیل شوو عملیاتو کې افغان ځواکونو او د سیمې اوسېدونکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

دغه راز د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع پژواک ته وویل چې په تاله او برفک ولسوالۍ کې مېشت ملي اردو او ملي پولیسو په ګډه نن سهار د البرز ۲۴ په نوم چاڼیز عملیات پیل کړي چې دغه عمليات به د تاله او برفک ولسوالۍ د ټولو سیمو تر پاکېدو دوام وکړي.

شجاع وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره څرګنده نه کړه خو زیاته یې کړه چې په دغو عملیاتو کې تر دې دمه ملي پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی او عملیات دوام لري.

د تاله او برفک یوه اوسېدونکي مولانا خالق داد برفکي پژواک ته وویل چې د افغان ځواکونو دغه پیل شوي عملیات ډېر ګړندي دي، افغان ځواکونه د ولسوالۍ تر مرکزه رسېدلي خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تاله او برفک د بغلان د نا امنو ولسواليو له ډلى څخه دى چې دا مهال يې ډيرى سيمې له وسله والو طالبانو سره دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.