د سمون او بدلون شبکې د خبري ناستې «د ۹۷ لمریز کال غبرګولی؛ د حکومت د کار پای او د ټاکنو ناڅرګند راتلونکی»
د سمون او بدلون شبکې د خبري ناستې «د ۹۷ لمریز کال غبرګولی؛ د حکومت د کار پای او د ټاکنو ناڅرګند راتلونکی»
د سمون او بدلون شبکه په هېواد کې د نوي نسل د ملي او سیاسي – مدني خوځښت په توګه، د هېواد نا مناسب وضعیت او د ټاکنو نا څرګند راتلونکي په اړه د څيړنې وروسته، لاندې موارد د خپل رسمي دریځ په توګه له کورنیو او بهرنیو رسنیو او د افغانستان له شریف ولس سره شریکوي.
له هغه ځایه چې د ملي یووالي حکومت له کړکیچ څخه د وتلو لپاره یوازینۍ حل لاره وړاندې شوې وه، ټولو سیاسي خوځښتونو او افغانانو له هغه څخه څه نا څه رضایت درلود؛ خو د حکومت نه مشروعیت سربېره د ټاکنو د ترسره کیدلو ناڅرګنده طرحه او سیاسي ابهام کې پاتې ده.
په تېره لسیزه کې ټاکنې او ولسواکۍ د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې له مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کیږي، خو د ملي یووالي غیر قانوني حکومت دوام او د ټاکنو ناڅرګند راتلونکی د ولسواکۍ د بنسټونو د له منځه وړلو په حال کې دی. د ملي یووالي د حکومت څخه څلور کاله تیریږي، خو تر اوسه هم د واک ویش پر سر د حکومت کورنۍ جوړجاړی پایته نه دی رسیدلی او سیاسې شخړې زیاتې شوي دي. د مشروعیت نه شتون او د حکومت داخلي شخړې د حکومت پر کړنو او پریکړو اغیز کړې او قومي، ژبني او ډله ایزو شخړو لمنه پراخه شوې ده. کمزوری مدیریت او د حکومت له شخړو ډک اقدامات د دې لامل شوي، څو سیاسي، قومي نفاق، ژبني، ګوندي، نا امني او .... کړکېچونه زیات شي.
د سمون او بدلون شبکه په دې باور ده، چې ټاکنې د نظام د ساتلو او په سیاسي مشارکت کې د خلکو د ګډون او د حکومت سیاسي مشروعیت لپاره اغیزناکه یوازینۍ لار ده، خو د سمون او بدلون شبکه له دې څخه اندیښنه لري، چې د افغانستان د اساسي قانون د ۶۱ مادې پر بنسټ د ملي یووالي د حکومت وخت څه باندې دوه میاشتې زیات نه دی پاتې او د غیر قانوني مقننه قوې ترڅنګ، غیر مشروع حکومت او په کمزوري مشروعیت لرونکی سیاسي نظام به د خلکو د ارادې پر وړاندې ودریږي.
د سمون او بدلون شبکه اندیښنه لري، چې د ملي یووالي حکومت د ټاکنو ترسره کولو لپاره هیڅ راز احساسیدونکی فعالیت او یا هم د ټاکنو ترسره کیدو لپاره امنیتي پروګرام تر لاس لاندې نه لري. د افغانستان نړیوال ملګري او د افغانانو متحدین باید په دې پوه شي، چې د ولسواکۍ بنسټیزه کولو لپاره د یوې لسیزې نه ډیر هڅې د له منځه تلو په حال کې دي. د هر ډول کړکیچ د رامنځته کولو او د هېواد د ماتېدونکي وضعیت اصلي لامل به د ملي یووالي حکومت او د افغانستان د خلکو نړیوال متحدین وي.
په پای کې د سمون او بدلون شبکه ټینګار کوي، چې د ملي یووالي حکومت د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره اراده او د هغه وړتیا نه لري او د نړیوالې ټولنې او د افغانستان خلکو له متحدینو څخه غواړو، څو د ټاکنو ترسره کېدو، د سیاسي مدیریت لیږد او د قانوني دولت جوړولو کې اقدام وکړي او د افغان ملت مرسته وکړي.
په درنښت
د سمون او بدلون شبکې د ویاندوی دفتر- کابل - افغانستان
د ۱۳۹۶ لمریز کال د کب ۶ چې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د فبروري میاشتې ۲۵ سره برابره ده
ورته راپورونه:

- 1270 reads
نظر ورکړئ