چاريکار (پژواک، ٦ کب ٩٦): په پروان کې هره مياشت شاوخوا ٢١ زره انتاني ناروغان ولايتي روغتون ته په داسې حال کې مراجعه کوي چې د دغه ولايت د مرکز چاريکارو اوسېدونکي د څښاک اوبو له چټلۍ شکايت کوي.
د دغه ښار شاوخوا سيمو کې د اوبو د ژور والي له امله څوک د څاه کيندلو ته زړه نه ښه کوي.
د پروان د اوبو رسولو امريت د معلوماتو له مخې، په چاريکار ښار کې د دغه امريت ٢٨٠٠ مشتريانو ته د کانال چاڼ شوې اوبه او ١٢٠٠ نورو ته د نل له لارې د کارېز اوبه وېشي.
خو د دغه ښار اوسېدونکي وايي چې د کانال اوبه روغتيايي نه دي ځکه چې خلک کثافات ور غورځوي.
دغه کانال د جبل سراج ولسوالۍ له دهنه ګلبهار نه د چاريکارو ښار له لارې د دغه ولايت بګرام ولسوالۍ ته بهېږي.
د ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکي محمد نسيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښار اکثره اوسېدونکي روغتيايي اوبو ته لاسرسى نه لري.
د هغه په خبره، د کانال اوبه روغتيايي نه دي، ځکه چې خلک کانال ته نږدې ژوند کوي، هر ډول کثافات ور غوځوي.
هغه وويل: ((د چاريکار ډېری اوسېدونکي د دغه کانال اوبه کاروي چې چټلي يې د ښاريانو تر منځ د ګڼو ناروغيو خپرېدو سبب شوې ده.))
هغه زياته کړه چې څلور کلن زوى يې تېر دوبي کې سخت ناروغ شو، په درمنله يې پنځلس زره افغانۍ ولګېدې.
هغه وويل: ((زوى مې روغتون ته يووړ، ډاکټرانو ويل چې محرقه دى، بايد د کانال له اوبو او ترکارۍ کارولو ډډه وکړي.))
محمد نسيم زياته کړه، وروسته له هغه يې د کانال له اوبو ګټه نه ده اخيستې او د خپلې کورنۍ د اړتيا وړ څښاک اوبه د دغه ولايت د مرکز له ګل غوڼدۍ سيمې نه په موټر کې راوړي. ګل غوڼدۍ سيمه د ده له استوګنځي شاوخوا څلور کيلومتره لرې ده.
د چاريکار ښار د يوولسمې ناحيې اوسېدونکى محمد طاهر هم په دې کانال کې د کثافاتو له اچولو شکايت کوي او وايي چې د ځينو کورونو د تشنابونو اوبه هم کانال ته تويېږي.
هغه وويل چې په روان کال کې د دغه کانال د اوبو د چټلۍ په سبب درې ځله د وينو په نس ناستي اخته شوى دى.
هغه زياته کړه، له څه مودې راهيسې په کور کې له اېشول شوو اوبو کار اخلي.
د چاريکارو دغه اوسېدونکي د ولايت ښاروالي او د پروان اوبو رسولو امريت دغه ستونزې ته په ناپامۍ تورنوي او وايي چې روغتيايي اوبو ته د لاس رسي نشتوالى په دې ښار کې د بېلابېلو ناروغيو سبب شوى.
د پروان ملکي روغتون د سل بستريز روغتون سرطبيب عبدالقاسم سنګين هم وويل چې هره مياشت شاوخوا ٢١زره کسان چې په انتاني ناروغيو لکه نس ناستي او نورو اخته وي، د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو دغه روغتون ته مراجعه کوي چې اکثره يې د چاريکار ښار اوسېدونکي دي.
د نوموړي په خبره، په انتاني ناروغيو د ٢١ زره اخته ناروغان د ټولو هغو ناروغانو ٣٥ سلنه جوړوي چې دغه روغتون ته مراجعه کوي.
هغه وويل چې د ناروغانو زيات شمېر ماشومان دي، خو د شمېرې له وړاندې کولو پرته يې وويل چې د دې ناروغۍ له امله تلفات هم شته.
نوموړي زياته کړه چې غير صحي اوبه د انتاني ناروغيو د خپرېدو سبب ګرځي، د چاريکارو د ډېرو برخو اوبه روغتيايي نه دي.
د چاريکار ښار اوسېدونکي د ولايت ښاروالي او د پروان اوبو رسولو مديريت د اوبو چټلۍ ستونزې ته پر نه پاملرنه تورنوي.
د پروان د اوبو رسولو امر محمد نذير عظيمي بيا د چاريکارو اوسېدونکي، ښاروالي او د اوبو لګولو مديريت د کانال اوبو ته په نه پاملرنه تورنوي، خو وايي چې د اوبو رسولو مديريت د دغه کانال اوبه له پاکولو وروسته په اوو پړاوونو کې د نل په وسيله خلکو ته وېشي چې روغتيايي ستونزه نه لري.
د هغه په خبره، د دېوال څنګ ته اېښې موانع کولى شي چې د کانال منځ ته د کثافاتو له اچولو مخنيوى وکړي.
خو نوموړي څرګنده کړه چې دا ستونزه به د پروان د سالنګ ولسوالۍ له کوکلامي درې څخه چاريکارو ښار ته د پیپ په وسيله د اوبو رسولو پروژې په بشپړېدو سره له يوې مخې حل شي.
نوموړي زياته کړه چې دغه پروژه د ١٣٩٧کال تر زمري مياشتې پورې بشپړېږي.
په ورته وخت کې د چارېکار ښاروالۍ د تنظيف مدير غلام رزاق محمدي ومنله چې خلک په کانال کې کثافات غورځوي، خو ښاروالي د امکاناتو او فني کارکوونکو د نشتوالي په سبب ټول کثافات نه شي ټولولى.
هغه زياته کړه چې له چايکارو ښار او کانال له څنډو د کثافاتو ټولولو تړون له يوه خصوصي شرکت (برګ سبز) سره لاسليک شوى، خو بيا هم سم کار نه کېږي.
د برګ سبز شرکت مرستيال محمد نعيم پژواک ته وويل چې شرکت د تړون له مخې د کانال شاوخوا مېشتو ٣٠٠ کورنيو د ٥٠ کورونو د کثافاتو پاکولو مسووليت لري.
د هغه په خبره، شرکت په اوونۍ کې دوه ځلې د يادو پنځوسو کورونو کثافات ټولوي او له ښاره بهر يې لېږدوي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن