ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملی امنیت کندهار کې ١٢ کسان د غلچکیو بریدونو په تور ونيول

ملی امنیت کندهار کې ١٢ کسان د غلچکیو بریدونو په تور ونيول

author avatar
25 Feb 2018 - 14:32
ملی امنیت کندهار کې ١٢ کسان د غلچکیو بریدونو په تور ونيول
author avatar
25 Feb 2018 - 14:32

کندهار (پژواک، ۶ کب ۹۶): د ملي امنیت ادارې د غلچکیو برید کوونکو یوه دوولس کسیزه ډله نیولې چې په کندهار ښار کې یې هدفي وژنې او بریدونه کول.

د ملي امنیت یوې سرچینې د کب په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د وسله والو مخالفینو اړوند دغه ډله یې د کره کشفي معلوماتو پر بنسټ نیولې ده.

سرچینه د نیول شوې ډلې کسان  د محمد یونس، محمد یعقوب، قدرت الله، ګل اغا، فدا محمد، محمد نسیم، فتح محمد، محب الله، عبدالباري، محمد طاهر، قدرت الله او نیاز محمد په نومونو یادوي چې له وسلو، موټرسایکلونو او یوې رکشا سره یو ځای نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دغې ډلې د کندهار ښار د نهمې حوزې په تېري اډه، برېښنا کوټ، عیدګاه دروازه او نورو سیمو کې پولیس او قومي مشران په نښه کړي او وژلي دي.

کندهار د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې یې ګڼ شمېر قومي مخور او دولتي کارکوونکي په غلچکیو بریدونو کې په نښه او وژل شوي دي.

چارواکي وايي، د دغه راز شبکو له نیولو سره به د تروریستي پېښو کچه راټيټه شي.

تر اوسه کومې ډلې د یادو نیول شوو کسانو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.