کندهار (پژواک، ۶ کب ۹۶): د ملي امنیت ادارې د غلچکیو برید کوونکو یوه دوولس کسیزه ډله نیولې چې په کندهار ښار کې یې هدفي وژنې او بریدونه کول.
د ملي امنیت یوې سرچینې د کب په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د وسله والو مخالفینو اړوند دغه ډله یې د کره کشفي معلوماتو پر بنسټ نیولې ده.
سرچینه د نیول شوې ډلې کسان د محمد یونس، محمد یعقوب، قدرت الله، ګل اغا، فدا محمد، محمد نسیم، فتح محمد، محب الله، عبدالباري، محمد طاهر، قدرت الله او نیاز محمد په نومونو یادوي چې له وسلو، موټرسایکلونو او یوې رکشا سره یو ځای نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، دغې ډلې د کندهار ښار د نهمې حوزې په تېري اډه، برېښنا کوټ، عیدګاه دروازه او نورو سیمو کې پولیس او قومي مشران په نښه کړي او وژلي دي.
کندهار د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې یې ګڼ شمېر قومي مخور او دولتي کارکوونکي په غلچکیو بریدونو کې په نښه او وژل شوي دي.
چارواکي وايي، د دغه راز شبکو له نیولو سره به د تروریستي پېښو کچه راټيټه شي.
تر اوسه کومې ډلې د یادو نیول شوو کسانو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن