ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبدالله په رسمي سفر سويس ته ولاړ

ډاکتر عبدالله په رسمي سفر سويس ته ولاړ

author avatar
25 Feb 2018 - 10:27
ډاکتر عبدالله په رسمي سفر سويس ته ولاړ
author avatar
25 Feb 2018 - 10:27

کابل (پژواک، ۶ کب ۹۶): د حکومت اجراييه رييس چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ سويس ته ولاړ، نوموړی به هلته په افغانستان کې د سولې او ټيکاو راوستو په اړه له نړيوالو چارواکو سره خبرې وکړي.

د سپېدار ماڼۍ مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د حکومت اجراييه رييس نن (د کب ۶مه) د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقوقو شورا په ۳۷مه کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه د يوه لوړ پوړوي پلاوي په مشرۍ جنوا ته په دوه ورځني سفر روان شو.

سرچينه وايي چې ډاکتر عبدالله به په دغه سفر کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ناسته کې پر وينا سربېره، د ملګرو ملتونو د پرسونل ضد ماينونو د کارونې د مخنيوي کنوانسيون د عملي کېدو لپاره د ژمنې په ناسته کې هم ګډون وکړي.

د حکومت اجراييه رياست په خبره، دا چې افغانستان نوی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړيتوب ترلاسه کړی، نو ځکه د ياد سازمان په کلنۍ ناسته کې د ډاکتر عبدالله عبدالله ګډون او وينا ډېر ارزښت لري.

د حکومت اجراييه رييس به د دې ناستو په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي، د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو له عالي کمېشنر، د ناروې او سويس د بهرنيو چارو له وزيرانو، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د ۷۲مې ناستې له مشر، د اسټراليا له ګونر جنرال، د همګټو هېوادونو په چارو کې د برېتانيا د دولت له وزير، د ګرجستان له مرستيال لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير او يو شمېر نورو شخصيتونو او ګډونوالو پلاوو سره هم بحث او ليدنه وکړي.

په اعلاميه کې دغه راز ويل شوي چې د حکومت اجراييه رييس د جينوا د امنيت او پاليسۍ په مرکز کې د افغانستان د امنيتي وضعيت او د سيمې او نړۍ پر سولې او ټيکاو يې اغېزو په اړه وينا کوي.

د حکومت اجراييه رييس به په دې ناستو کې پر خپلو خبرو او ويناوو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت، افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د نوي غړي په توګه د بشري حقونو ارزښتونو او اصولو په ساتنه او دودولو، په افغانستان کې د پرسونل ضد ماينونو د مخنيوي او پاکولو په اړه د افغانستان ژمنتيا، د افغانستان د وروستي سياسي، امنيتي او اقتصادي وضعيت او په سيمه کې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او د سولې، ټيکاو ګډو امنيتي- اقتصادي همکاريو د پراختيا او ټينګښت لپاره د نړيوالو همکاريو او ترهګرو ته د خوندي ځايونو ورکولو ته د رسېدنې په اړه بحث وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.