ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کم اورښت د کندهار کروندګر او باغ لرونکي اندېښمن کړي

کم اورښت د کندهار کروندګر او باغ لرونکي اندېښمن کړي

author avatar
25 Feb 2018 - 16:27
کم اورښت د کندهار کروندګر او باغ لرونکي اندېښمن کړي
author avatar
25 Feb 2018 - 16:27

کندهار (پژواک،۶ کب ۹۶): په کندهار کې تر دې مهاله ۱۸ ملي متره باران اورېدلی په داسې حال کې چې دغلته د یوه سمسور کال لپاره ۴۵۰ ملي متره باران ته اړتیا ده.

د کندهار کروندګر او باغ لرونکي دغه حالت اندېښمن کړي او وايي، که کافي اورښت و نه شي نو وچکالي اوږدېږي چې له امله به یې د هغوی کښتونه او باغونه ښه حاصلات و نه لري.

هغوی وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې په کندهار کې د کافي بارانونو د نه اورېدو له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه تر ۱۵ متره ټيټه تللې ده.

د دامان ولسوالۍ یو کروندګر عبدالله همدا خبره کوي او وايي، که کافي اورښت و نه شي نو کروندګر او باغ لرونکي به سږ کال ښه حاصلات و نه لري.

هغه پژواک اژانس ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې په کندهار کې کافي اورښت نه دی شوی چې له امله یې په دغه ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزه رامنځته کړې ده.

دی وايي، کله چې اورښت نه وي، کښتونه او باغونه وچېږي او يا هم حاصلات زيانمن کېږي، ځکه له اورښتونو سره ونې ډېره مېوه نيسي، ښه حاصلات ورکوي، رنګ او خوند یې هم ښه کېږي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ یوه باغ لرونکي عبدالغني پژواک اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې چې بارانونه ډېر وو، د دهلې بند اوبه به په کب مياشت کې را خوشې کېدلې او بیا به یې د مني تر موسم دوام کاوه.

دی وايي، تر اوسه نه یوازې دا چې په دهلې بند کې اوبه ډېرې کمې دي، ښايي د اورښت د کموالي له امله ډېر دوام و نه کړي چې له امله یې د انارو او انګورو باغونه او نور کښتونه زیانمن کېدای شي.

د دهلې بند په شاوليکوټ ولسوالۍ کې دى چې د کندهارد اوو ولسواليوشاوليکوټ، ارغنداب، ژیړۍ، پنجوايي،ميوند،ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

د میوند ولسوالۍ کروندګر بیا وايي چې د بارانونو د نشتوالي له امله یې کارېزونه وچ شوي دي.

د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدنکي محمد پژواک اژانس ته وویل، د بارانونو د نشتوالي له امله په لسګونو کارېزونه وچ شوي او خلک برمو وهلو ته اړ شوي، خو ستونزه دا ده چې تر ځمکې لاندې هم د اوبو کچه ټیټه ده.

د کندهار د کرنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې تر دې مهاله ۱۷ ملي متره باران اورېدلی چې ډېر کم دی، خو د يوه اباد کال لپاره شاوخوا ٤٥٠ ملي متره باران ته اړتيا ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.