ايبک (پژواک، ٧ کب ٩٦): د سمنګان ولايت ځايي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يوه ځوان خپله خور او يو بل کس د نا مشروع اړيکو د لرلو په تور د تبر په ګوزار وژلي دي.
د سمنګان د مرکز ايبک ښار اوسېدونکي صفت الله چې د وژل شوې نجلۍ بل ورور دى، وويل، دى او ورور يې تېره شپه په کور کې نه وو، خو کله چې د شپې ١١ بجې د دوى ورور (نصرت الله) کور ته راغى، پام يې شو چې د خور (٢٧ کلنه شکيبا) د خونې وره کې يې يو جوړ نا اشنا بوټونه ایښي دي.
هغه وويل: ((کله مې چې ورور د خور د کوټې ور خلاصوي، ګوري چې هغه له يوه نامحرم نارينه سره ويده ده، ورور مې د دغه وضعيت له ليدو وروسته احساساتي کېږي، د کور له انګړ نه تبر را اخلي، کوټې ته ورځي او هغه پردى وګړى وژني، وروسته د دويم سمت د پوليسو امر ته زنګ وهي او ځان پوليسو ته سپاري.))
د سمنګان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال اسلام الدين خرمي د پېښې د پخلي تر څنګ وويل، پوليسو ته تسليم شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي چې دغه نارينه او خور يې د نا مشروع اړيکو په تور وژلي دي.
نوموړي زياته کړه، له وژل شوي کس څخه ترلاسه شوي اسناد څرګندوي چې دغه کس ٥٢ کاله عمر لري او د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ اوسېدونکى دى، خو د قضيې د لا روښانتيا لپاره څېړنې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن