کابل(پژواک، ۷کب۹۶): سعودي عربستان د حج او عمرې مراسم په ښه توګه مديريت کولى شي، کوم درېيمګړي هېواد ته د دغو مراسمو د مديريت چارو سپارل ناشونى کار دى.
د سعودي عربستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت وايي چې هېواد يې له سلګونو کلونو راهيسې د حرمينو الشريفينو ښه او سمه ساتنه کړې ده او ددغو سپيڅلو ځايونو د زايرينو لپاره يې ټولې اسانتياوې برابرې کړې دي.
سرچينې ويلي، د سعودي د اوسني بادشاه سلمان بن عبدالعزيز له خوا د حرمينو د پراختيا تر ټولو ستره پروژه پيل شوې ده، څو په ټوله نړۍ کې مېشتو مسلمانانو ته د زيارت زمينه برابره شي.
د سعودي د اطلاعاتو او کولتور وزارت وايي چې د حرمنيو د پراختيا پروژې له پلي کېدو سره به هر کال دغو پاکو او سپېڅلو عبادت ځايونو ته د حج او عمره کوونکو شمېره زياته شي او دوى به له کومو ستونزو پرته دا مراسم ترسره کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د زايرينو د اسانتيا لپاره د شپېتو ميليارده سعودي ريالو په لګښت له مکې مکرمې څخه تر مدينې منورې پورې د اورګاډي کرښې جوړولو پروژه هم تر کار لاندې ده.
خو د سعودي حکومت وايي، دوى به هېـڅکله چاته اجازه ورنه کړي چې د حج او عمرې مراسم سياسي کړي او ددې کار سخت مخالف دى.
دوى زياته کړې چې له سلګونو کلونو راهيسې د حج او عمرې مراسم يې په ښه توګه مديريت کړي او په دغه برخه کې کافي او پراخې تجربې لري.
د سعودي حکومت وايي، حج د اسلام پنځم رکن دى او د دغه مهم رکن د ادا کولو لپاره د راغلو زايرينو د امنيت لپاره به له هېڅ ډول اقداماتو دريغ ونه کړي.
يادې سرچينې د افغانستان او سعودي اړيکو ته په اشارې سره ويلي چې په دې وروستيو کې يې اړيکې په بېلابېلو برخو کې پراخې شوې دي.
سعودي ويلي، د افغانستان حکومت د حج د مراسمو د امنيت او نورو برخو کې د دوى د اقداماتو او هلو ځلو ملاتړ کوي او ددې مراسمو له سياسي کولو سره هم مخالف دى.
سرچينې ويلي، د حج او عمرې مراسم او د زايرينو خدمت کول د سعودي د حکومت له لومړيتوبونو څخه دى او په دې برخه کې به خپل مهم رول او خدماتو ته ادامه ورکوي.
د سعودي د اطلاعاتو او کولتور وزارت پژواک ته ويلي، بادشاه خادم الحرمين والشريفين خپلې ټولې هڅې کوي، څو زايرينو ته ښې اسانتياوې برابرې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن