ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په ګیرو کې ۱۵ طالبان وژل شوي

د غزني په ګیرو کې ۱۵ طالبان وژل شوي

author avatar
26 Feb 2018 - 12:00
د غزني په ګیرو کې ۱۵ طالبان وژل شوي
author avatar
26 Feb 2018 - 12:00

غزني ښار (پژواک، ٧ کب ٩٦): د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ١٥ طالبان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمدعارف نوري د کب په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل په ګيرو ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي خو امنيتي ځواکونو ورته کمين نيولى و چې بيا نښته رامنځته شوې ده.

ده وويل چې په دغه جګړه کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي چې د څلورو جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې دي.

نوري وايي چې په دغه جګړه کې درې د ملي اردو سرتېري هم ټپيان شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

دغه راز د ٢٠٣ تندر قول اردو له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې هم راغلي چې د ګيرو په جګړه کې ١٥ طالبان وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې جګړه کې د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

بل لور ته د سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې لومړى طالبانو د ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ په دروازه کې ځانمرګى بريد کړى او بيا يې جګړه پيل کړې ده.

هغه وايي چې جګړې څو ساعته دوام وکړ او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د غزني چارواکي بيا د نورالله څرګندونې ردوي.

طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د ګيرو ولسوالۍ په مرکز بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې اووه پوليس او يو طالب وژل شوي، دوه طالبان او ګڼ شمېر پوليس ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.