ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات جامع جومات بيارغونې ته اړتيا لري

د هرات جامع جومات بيارغونې ته اړتيا لري

author avatar
26 Feb 2018 - 18:11
د هرات جامع جومات بيارغونې ته اړتيا لري
author avatar
26 Feb 2018 - 18:11

هرات(پژواک، ٧ کب ٩٦): په هرات ولايت کې چارواکي وايي چې د هرات د ستر جامع جومات اويا سلنه کاشي د خرابېدو په حال کې دي او د ښار جوړونې وزارت له ژمنې سربېره هم تر اوسه ددغه جومات د بيارغونې اقدام نه دى شوى.

 د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ابداتو د ساتنې او ترميم مدير زلمي صفا وويل، په ١٣٩١ کال کې د ښار جوړونې وزارت چارواکو ژمنه وکړه چې د هرات ستر جامع جومات به له سره ورغوي، خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دى شوى.

هغه زياته کړه چې دغه جومات کومه ستونزه نه لري، خو کاشيان يې شړېدلې دي:((ددې جومات اويا سلنه کاشي اوسمهال مخ په خرابېدو دي، که جدي پاملرنه ورته ونه شي، ښايي د هرات ددغه ستر جامع جومات ټول کاشيان خراب شي.))

 د هرات د ستر جامع جومات د ځينو برخو د ويجاړېدو په اړه له کلونو راهيسې اندېښنې څرګندېږي، خو د ښار او کور جوړونې وزارت له څه مودې راهيسې هڅه کوي چې دغه تاريخي جومات بيا ورغوي.

د ښار جوړونې وزير سيد سعادت منصور نادري وويل چې له اتو مياشتو راهيسې ددغه جومات د بېلابېلو برخو په اړه څېړنې روانې دي او د روان کال تر پايه به بشپړې شي.

نوموړى چې د ټاپي پروژې د پرانېستې مراسمو کې د ګډون لپاره هرات ته تللى، زياتوي چې ددغې تاريخي ودانۍ د بيا رغونې لپاره مقدماتي کارونه د بشپړېدو په حال کې دي او راتلونکي لمريز کال کې به يې د بيارغونې کار عملا پيل شي.

د ښار جوړونې د وزير په خبره، د هرات د ستر جامع جومات د بيا رغونې وړانديز د ولسمشر له لوري هم منظور شوى دى.

په هرات کې د تاريخي ابدو يوه کارپوه همايون احمدي پژواک ته وويل:((په ١٣٩٢ کال کې شوې سروې څرګندوي چې ددغه ستر جامع جومات څه باندې ٧٠ سلنه کاشي د له منځه تلو په حال کې دي.))

هغه زياته کړه چې د هرات د ستر جامع جومات د بنسټ ډبره شپږمه پېړۍ کې د سلطان غياث الدين غوري له لوري اېښودل شوې  او يو تاريخي جومات دى چې بايد چارواکي يې د ساتنې هڅه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.