ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند اوسېدونکو د ټاپي پروژې د امنيت ساتلو ژمنه وکړه

د هلمند اوسېدونکو د ټاپي پروژې د امنيت ساتلو ژمنه وکړه

author avatar
26 Feb 2018 - 17:38
د هلمند اوسېدونکو د ټاپي پروژې د امنيت ساتلو ژمنه وکړه
author avatar
26 Feb 2018 - 17:38

لښکرګاه (پژواک،۷کب۹۶): د هلمند اوسېدونکو او د مدني ټولنو غړو د بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې د ټاپي پروژې د امنيت د ساتلو په برخه کې د همکارۍ ژمنې وکړې او له طالبانو يې هم په دغه  برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

لومړۍ غونډه نن (د کب ٧مه) د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار د مدني ټولنو د همغږۍ په دفتر کې جوړه شوې وه.

د دغه دفتر مشر نظر محمد رودي وويل چې د مدني ټولنې غړي د دې ملي پروژې د امنيت د ساتلو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

هغه زياته کړه: ((موږ له طالبانو هم غواړو چې د دې پروژې د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي.))

خو طالبانو تردې وړاندې د دغې پروژې د امنيت په ساتلو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د رودي په وينا، ټاپي ګټوره او لويه پروژه ده چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمينه برابريږي.

دغه راز د مدني ټولنې بل غړي عبدالحق ځواکمن وويل چې که د دې پروژې پر وړاندې ستونزې جوړې نه شي، په پلي کېدو سره به يې د امنيت د ښه کېدو ترڅنګ، افغانستان اقتصادي وده هم وکړي.

ده وويل: ((د هلمند ټول خلک د دې پروژې ملاتړ کوي، امنيت يې ساتي او له حکومت څخه غواړي چې په دغه پروژه کې د همدې سيمې ځوانان په دنده وګوماري.))

دغه راز دويمه غونډه په ګرشک ولسوالۍ کې د عامو خلکو، قومي مشرانو او دولتي مسوولينو له خوا جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې د ګرشک د ټولنيزې شورا غړي معلم عبدالخالق وويل چې د هلمند ټول اوسېدونکي د دغې پروژې پلي کېدو ته سترګې په لار دي.

هغه زياته کړه: ((موږ په دې سيمه کې د ټاپي پروژې د امنيت ساتلو کلک ډاډ ورکوو، خو په بدل کې يې د دې سيمې ځوانانو ته د کار غوښتنه کوو.))

دغه راز د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي وويل چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به دې سيمه کې مثبت بدلونونه وليدل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.