د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"له سعودي پرته بل هېواد د حج مراسم سم نه شي مديريت کولى"

"له سعودي پرته بل هېواد د حج مراسم سم نه شي مديريت کولى"

Feb 26, 2018 - 17:46

کابل(پژواک، ۷کب۹۶): سعودي عربستان د حج او عمرې مراسم په ښه توګه مديريت کولى شي، کوم درېيمګړي  هېواد ته د دغو مراسمو د مديريت چارو سپارل ناشونى کار دى.

د سعودي عربستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت وايي چې هېواد يې له سلګونو کلونو راهيسې د حرمينو الشريفينو ښه او سمه ساتنه کړې ده او ددغو سپيڅلو ځايونو د زايرينو لپاره يې ټولې اسانتياوې برابرې کړې دي.

سرچينې ويلي، د سعودي د اوسني بادشاه سلمان بن عبدالعزيز له خوا د حرمينو د پراختيا تر ټولو ستره پروژه پيل شوې ده، څو په ټوله  نړۍ کې مېشتو مسلمانانو ته د زيارت زمينه برابره شي.

د سعودي د اطلاعاتو او کولتور وزارت وايي چې د حرمنيو د پراختيا پروژې له پلي کېدو سره به هر کال دغو پاکو او سپېڅلو عبادت ځايونو ته د حج او عمره کوونکو شمېره زياته شي او دوى به له کومو ستونزو پرته دا مراسم ترسره کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د زايرينو د اسانتيا لپاره د شپېتو ميليارده سعودي ريالو په لګښت له مکې مکرمې څخه تر مدينې منورې پورې د اورګاډي کرښې جوړولو پروژه هم تر کار لاندې ده.

خو د سعودي حکومت وايي، دوى به هېـڅکله چاته اجازه ورنه کړي چې د حج او عمرې مراسم سياسي کړي او ددې کار سخت مخالف دى.

دوى زياته کړې چې له سلګونو کلونو راهيسې د حج او عمرې مراسم يې په ښه توګه مديريت کړي او په دغه برخه کې کافي او پراخې تجربې لري.

د سعودي حکومت وايي، حج د اسلام پنځم رکن دى او د دغه مهم رکن د ادا کولو لپاره د راغلو زايرينو د امنيت لپاره به له هېڅ  ډول اقداماتو دريغ ونه کړي.

يادې سرچينې د افغانستان او سعودي اړيکو ته په اشارې سره ويلي چې په دې وروستيو کې يې اړيکې په بېلابېلو برخو کې پراخې شوې دي.

سعودي ويلي، د افغانستان حکومت د حج د مراسمو د امنيت او نورو برخو کې د دوى د اقداماتو او هلو ځلو ملاتړ کوي او ددې مراسمو له سياسي کولو سره هم مخالف دى.

سرچينې ويلي، د حج او عمرې مراسم او د زايرينو خدمت کول د سعودي د حکومت له لومړيتوبونو څخه دى او په دې برخه کې به خپل مهم رول او خدماتو ته ادامه ورکوي.

د سعودي د اطلاعاتو او کولتور وزارت پژواک ته ويلي، بادشاه خادم الحرمين والشريفين خپلې ټولې هڅې کوي، څو زايرينو ته ښې اسانتياوې برابرې کړي.

د سعودي حکومت وايي : (( د حج او عمرې د زايرينو چې د خداى ميلمانه دي، خدمت زموږ اسلامي وجيبه او فريضه ده.))

سرچينې ويلي،د سعودي د وليعهد شهزاده محمد له خوا وړاندې شوى د ٢٠٣٠ کال پلان درې برخې لري، يو دا چې سعودي د اسلامي او عربي نړۍ زړه شي، د پانګونې نړيوال مرکز شي او د درېيو لويو وچو نښلوونکى وګرځي.

د افغان ډپلوماتيکو سرچينو  د معلوماتو له مخې، د افغانستان حکومت ددې نوي پلان ملاتړ کړى چې له عملي کولو سره به يې سعودي ته د حج او عمرې د افغان زايرينو شمېره څو برابره زياته شي.

 ياده سرچينه وايي چې د افغانستان او سعودي اړيکې ښې شوې دي، افغان حکومت او خلک يې نه غواړي د حج فريضه سياسي شي او  هغه هېوادونه خپلو اهدافو  ته ورسېږي چې د حرمينو الشريفينو امنيت ته ستونزي جوړې کړي.

ده پژواک ته وويل: “موږ د سعودي خپلواکي او ارضي تماميت ته درناوى لرو او په دې برخه کې د سعودي له حکومت سره هر راز همکارۍ ته تيارو يو.”

د افغانستان د حکومت د اجراييه رياست سلاکار پاينده حکمت وايي چې له سعودي پرته هېڅوک د حج او عمرې د مراسمو مديريت په سمه توګه نه شي کولی.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې سعودي له سلګونو کلونو راهيسې د حرمينو ساتنه او د زايرينو خدمت کوي او په دغه برخه کې پراخې تجربې لري.

حکمت د ايران او ځينو نورو اسلامي هېوادونو غندنه وکړه چې غواړي دا موضوع سياسی کړي او له دې کار سره شخصي ګټې ترلاسه او خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

نوموړي د ايران دا غوښتنه چې ګوندې د حرمينو ساتنه اوحفاظت کوم درېيم هېواد اويا هم د اسلامی هېوادونوکومې ګډې ادارې ته ورکړل شي ناشونی کار وباله او زياته يې کړه چې دا دسعودي لپاره سره کرښه ده او هغوی به يې هېڅکله ونه مني، ځکه چې دا کار بيا د سعودي خپلواکي او ارضي تماميت تر سوال لاندې راولي. 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement