ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: له دې وروسته به سياست او جګړه دواړه ګټو

ولسمشر غني: له دې وروسته به سياست او جګړه دواړه ګټو

author avatar
26 Feb 2018 - 15:26
ولسمشر غني: له دې وروسته به سياست او جګړه دواړه ګټو
author avatar
26 Feb 2018 - 15:26

کابل (پژواک، ۷ کب ۹۶): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له دې مخکې افغانستان جګړې ګټلې او سياست يې بايللی، خو وروسته به افغانستان د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ سياست او جګړه دواړه ګټي.

هغه چې نن یې په کابل کې د مارشال قسيم فهيم پوځي پوهنتون د ځوانو افسرانو په فراغت غونډه کې خبرې کولې، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه ملي اتلان وبلل او ويې ويل چې دغه ځواکونه په ملي او اسلامي روحيه له خپلو ملي نواميسو دفاع کوي.

اشرف غني پر فارغ شوو افسرانو غږ وکړ: "تاسو چې د افغانستان له هر قوم څخه ياست، خو تر يو ملي چتر لاندې راټول شوي يئ؛ ستاسې هويت له نن څخه وروسته يوازې د ملي اردو هويت دی او دغه هويت تر ټولو معتبر دی. "

ولسمشر وويل، افغانستان هر ځل د جګړې ډګر ګټلى، خو د سياست په ډګر کې ناکام و، خو زياتوي:" ستاسو ولسمشر د خپلو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيو په پايله کې د سياست په ډګر کې برياليتوب ترلاسه کړ؛ ستاسو له قربانيو پرته زما منطق نه شو بريالی کېدای. "

د هغه په وينا، د وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندان په توګه يې دنده د هېواد بقا او د امنيت ټينګښت دی او د يو ولسمشر په توګه يې دنده د پراختيايي پروژو پلې کول دي.

محمد اشرف غني د افغانانو اتلولیو ته په پام پر نوو فارغ شوو افسرانو غږ وکړ: "خدای ج دا خاوره د افغانستان لپاره پيدا کړې، هر څوک چې په بده سترګه ورته وګوري، ځای به يې ګور وي او څوک چې په درنښت راته ګوري او د همغږۍ لاس راکوي، په سترګو يې ګرځوو."

ولسمشر د ټاپي پروژې ته په اشارې سره وويل: "د ټاپي پروژې په پرانيستلو سره د هرات او افغانستان خلک پر دې باوري شول چې زما پراختيايي پروژې د کاغذ پر مخ نه، بلکې د پلي کېدو په درشل کې دي؛ د امنيتي او دفاعي ځواکونو څلور کلن پلان د افغانستان پوره سولې، ثبات او امنيت د ټينګښت لامل ګرځي."

د ملي دفاع وزير ډګر جنرال طارق شاه بهرامي په نننۍ فراغت غونډه کې له فارغ شوو افسرانو او د هغوی له کورنيو مننه وکړه چې خپل اولادونه د هېواد د خدمت لپاره وقف کړل.

هغه زياته کړه، نن د مارشال قسيم فهيم پوهنتون له ملي پوځي اکاډمي د اتو نجونو په ګډون ۵۲۸ تنه افسران د دويم بريدمن په رتبه د ليسانس په کچه فارغ شول.

د ده په وينا، يادو ځوان افسرانو د پوځي، مخابرې، لوجستيک، کمپيوټر ساينس او حقوقو تر څنګ په نهو بېلابېلو برخو کې څلورکلنې زده کړې کړې دي.

هغه فارغ شوو افسرانو ته په خطاب کې وويل: "دا ولس او دا وطن ستاسې قربانيو ته ارزښت ورکوي، زه له هغو کورنيو مننه کوم چې ستاسې په څېر بچي يې روزلي دي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.