کابل (پژواک، ٧ کب ٩٦): کابل ښار کې د "کېږدۍ" عنعنوي مشاعره ترسره شوه، چې شاعرانو په کې د کوچيانو او بانډه والو د ژوند چارو په اړه شعرونه وويل.
دغه مشاعره، د کوچيانو رياست د کوچيانو چارو د انسجام عمومي رياست له لوري د "ايلبند" مجلې د لسم کال په مناسبت ترسره شوه، چې په کې له دولتي چارواکو سربېره لسګونه شاعرانو او ليکوالانو په کې ګډون درلود.
د کوچيانو د انسجام خپلواک عمومي رياست مرستيال نثاراحمد سلطانزوى په ياده ناسته کې د وينا پر مهال له شاعرانو او ليکوالانو غوښتنه وکړه، څو داسې شعرونه ووايي چې د عامو خلکو په ذهنونو کې مثبت بدلون راولي او دوى پرمختګ ته وهڅوي.
په دغه مشاعره کې د ننګرهار، خوست، پکتيا، پکتيکا، لوګر، ميدان وردګ، کندهار، زابل او يو شمېر نورو ولايتونو شاعرانو ګډون کړى وو او خپل شعرونه يې وويل او په ياده مشاعره کې ډېرى شعرونه د کليوالو او کوچيانو د ژوند په اړه ويل شوي و.
د "ايلبند" مجلې مسوول مدير عبدالمتين حقمل وويل: "نن موږ د ايلبند مجلې د فعاليت لسم کال ته وارد شوو او موږ وکولى شول چې په ياده موده کې د افغانستان د کوچيانو په اړه ښکلي شعرونه، مطالب او ليکنې انځور کړو.
هغه زياته کړه، د يادې مجلې يوه اساسي غوښتنه دا ده چې د کوچيانو ځوانانو ته د لوړو زده کړو او ښوونې او روزنې زمينه برابره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن