کابل (پژواک، ٧ کب ٩٦): د حکومت د اجرائيه رياست د مرستيالانو اړوند ګوندونه نيوکه کوي چې د ملي يووالي حکومت د تشکيل سياسي هوکړه ليک نه دى عملي شوى، اسلامي جمعيت ګوند د نورو ګوندونو رول او نقش له پامه غورځولي او يوازې د ځان غمه خوري.
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د تېرو ولسمشريزو ټاکنو د دوو مخکښو نوماندانو په توګه د خپلو اړوندو ټاکنيزو ډلو (تحول او تداوم او اصلاحات او همپالنه) په استازولۍ د ١٣٩٣کال د وږې په ٣٠مه نېټه په ارګ کې د ملي يووالي حکومت د تشکيل هوکړه ليک لاسليک کړ.
د ملي يووالي حکومت له تشکيل وروسته د هوکړه ليک پر پلي کېدو د څار مسووليت يوه کمېسيون ته ورکړل شو، خو اوسمهال دغه کمېسيون وايي چې د هوکړه ليک د ځينو مادو د پلي کېدو لپاره حتى لومړني ګامونه هم نه دي پورته شوي.
د افغانستان اسلامي جمعيت له څه مودې راهيسې په حکومت کې د ډېرې ونډې او سياسي هوکړه ليک د پلي کېدو په نامه له ارګ سره خبرې پيل کړې دي، خو پايله يې نه ده ورکړې.
خو د حزب اسلامي (ارغنديوال) او د حکومت د اجرائيه رياست د مرستيال محمد محقق "حزب وحدت مردم افغانستان" ګوند نيوکه کوي او وايي چې جمعيت د ملي يووالي حکومت تشکيل کې يوازې جز دى، پر دې اساس بايد له ارګ سره په خبرو کې دوى هم شامل شي.
د وحدت اسلامى مردم افغانستان ګوند سرپرست محمد ناطقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت له دوو ټاکنيزو ډلو (تحول او تدوام- اصلاحات او همپالنه) څخه تشکيل شوى دى.
هغه زياته کړه چې د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنيزه ډله د ملي يووالي حکومت د تشکيل يوه خوا ده او په دغه ټېم کې د افغانستان د خلکو وحدت اسلامي ګوند، جمعيت اسلامي او د ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي ګوند په ګډون يو شمېر سياسي څېرې او جريانونه هم شامل دي.
ناطقي وويل: ((تر ډېره ارګ د اصلاحاتو او همپالنې ډله له پامه غورځولې، له جمعيت سره يې خبرې کړې، جمعيت هم د اصلاحاتو او همپالنې ډلې نه جلا له ارګ سره خبرې پيل کړې دي.))
نوموړي د جمعيت ګوند اصلاحاتو او همپالنې ټېم يو مهم غړى وباله، خو ویې ويل چې اسلامي جمعيت بايد خپلې غوښتنې مخامخ د ارګ پر ځاى د اصلاحاتو او هم پالنې ډلې په چوکاټ کې د نورو شريکانو په مشوره مطرح نه کړي.
هغه په ډاګه کړه: ((د ملي يووالي حکومت ايتلافي دى، امتياز يې بايد د دوو ټاکنيزو ډلو تر منځ ووېشل شي.))
له بلې خوا د حکومت د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال مطبوعاتي سلاکار حبيب الرحمن ابراهيمي وويل: ((جمعيت د ملي يووالي حکومت د تشکيل سياسي هوکړه ليک کې د اصلاحاتو او هم پالنې ډلې جز دى، نه محور.))
نوموړي زياته کړه چې د اصلاحاتو او همپالنې په ټېم کې د (ارغنديوال) حزب اسلامي، د (محمدمحقق) حزب وحدت او لسګونه نور ګوندونه او د زلمي رسول په ګډون اغېز لرونکو او سياسي څېرو شتون درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن