کابل (پژواک، ٨ کب ٩٦): حزب اسلامي د ترکيې حکومت ته د افغان- ترک ښوونځيو د مديريت له سپارلو ملاتړ وکړ وايي چې په دغه اقدام سره به د دواړو هېوادونو دوستانه اړيکې نورې هم پياوړې شي.
تېره ورځ د افغان او ترکي چارواکو تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو چې له مخې يې په افغانستان کې د افغان- ترک ښوونځيو مديريت له "چاغ ايجو کيشنل" ښوونیزې موسسې څخه د ترکيې حکومت ته لېږدول کېږي.
د حزب اسلامي افغانستان د سياسي چارو رياست په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکيې دولت ته د افغان ترک ښوونځيو د ادارې سپارل نېک او طبيعي ګام دى او دغه ګوند يې ملاتړ کوي.
سرچينه ليکي، باور لري چې په دغه اقدام سره به له يوې خوا د يادو ښوونځيو کيفيت او د زده کړو کچه نوره هم اوچته شي او له بل لوري به دغه اقدام د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نورې هم دوستانه او ټينګې کړي.
حزب اسلامي وايي چې ترکيه د افغانستان تاريخي دوست هېواد دى او د افغانستان په اړه به يې دريځونه تل د ستاينې او قدر وړ وي.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د افغان- ترک ښوونځيو زده کوونکو د کورنيو مشرانو په کابل کې د ترکيې حکومت ته د افغان- ترک ښوونځيو د مديريت لېږدولو په اعتراض کې د تحصن خېمه ودروله.
اعتراض کوونکي ادعا کوي چې په نظام کې دننه ځينې کړۍ غواړي افغان- ترک ښوونځي ړنګ کړي، خو دوى به چا ته د دغه کار اجازه ورنه کړي.
هغوى چې غواړي نن بيا په کابل کې لاريون وکړي، د افغانستان له حکومته غوښتي چې ښوونځي د سياسي سياليو پر ډګر بدل نه کړي.
له دې مخکې ځينو ترکي چارواکو ادعا کړې وه چې افغان- ترک ښوونځي پر فتح الله ګولن پورې اړه لري او افغان حکومت بايد دغه ښوونځي وتړي.
ګولن د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د سياستونو مخالف او ناراضي ترک دى او په ترکيه کې په وروستۍ کودتا کې پر لاس لرلو تورن دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن