کابل (پژواک، ٨ کب ٩٦): د حزب اسلامي مشر حکمتيار وايي چې دولت د امنيت په ټينګښت کې ناکام دی او خلک بايد د خپلو سيمو امنيت په خپله وساتي.
نوموړي، دغه خبرې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ له سپين ږیرو او قومي مشرانو سره په کتنه کې کړې دي.
د دې ګوند له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې انجنير ګلبدين حکمتيار په دې ناسته کې وويل، په ځينو سيمو کې ولس په خپله د امنيت د ټينګښت پرېکړه کړې ده او د بټي کوټ ولسوالۍ خلک هم بايد دا کار وکړي.
نوموړي له عامو خلکو وغوښتل چې د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي، ځکه اوسنی جنګ د اسلام او هېواد په ګټه نه دی او يواځې افغانان په کې وژل کيږي.
ده څرګنده کړه، د جنګ اوسنۍ ستراتيژي ناکامه ده، په دې اړه بايد تجديد نظر وشي او نوې لارې غوره شي؛ په اوسنۍ ستراتيژي جنګ نه ګټل کيږي، روسان هم و نه توانېدل او ناټو هم نه شي کولی د جنګ له لارې کاميابي ترلاسه کړي.
دى وايي: "د بېګناه انسان وژل په هېڅ مذهب کې نشته او چاودنې هغه څوک کوي چې د امنيتي ځواکونو په تورو ښیښو موټرو کې راوستل کيږي او له داخل نه مرسته ورسره کيږي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن