ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار خلک د نامسوولو وسله والو له ظلمونو تر پزې راغلي

د تخار خلک د نامسوولو وسله والو له ظلمونو تر پزې راغلي

author avatar
27 Feb 2018 - 16:47
د تخار خلک د نامسوولو وسله والو له ظلمونو تر پزې راغلي
author avatar
27 Feb 2018 - 16:47

تالقان (پژواک، ٨ کب ٩٦): د تخار د شپږو ولسواليو اوسېدونکي د نا مسووله والو له ډېرېدو شکايت کوي او وايي چې دغه ډلې په رڼا ورځ خلک وژني او نورې ستونزې هم جوړوي.

د تخار د کوکچې سيند د پورې غاړې شپږو ولسواليو لسګونه سپين ږيري، ځوانان او قومي مشران نن مرکز تالقانو ته راغلي وو او په دې اړه يې خپل شکايتونه له رسنيو سره شريک کړل.

په دې ولسواليو کې درقد، خواجه بهاءالدين، ينګي کلا، دشت کلا، چاه اب او رستاق شامل دي.

دوی وايي چې قومي مشران او تکړه ځوانان يې په رڼا ورځ وژل کېږي، ځمکې یې د زورواکانو له لوري غصبېږي او ډېر شمېر کورنۍ د نا مسووله وسله والو د ظلمونو په نتیجه کې نورو ولایتونو ته کډه شوي دي.

د دغو کسانو له ډلې د ینګي کلا ولسوالۍ د عمرخېلو سیمې اوسېدونکي سحرګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هر ورځې په تېرېدو سره یې په سیمه کې د نامسووله وسله والو شمېر ډېرېږي چې ورسره د نا امنۍ لمنه هم په خورېدو ده.

نوموړی وايي چې د نا مسووله وسله والو له شتون سره د خلکو سر، مال او ان ناموس خوندي نه دي.

دی زیاتوي: ((مشران او تکړه ځوانان مو په یو او بل نامه وژل کېږي، دغه وژنې د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي، څوک مو پوښتنه نه کوي، کور، ژوند، سر او مال مو خوندي نه دي، راغلي یو چې والي او حکومتي مشرانو ته خپل عرض وړاندې کړو.))

دغه راز د دغو کسانو له ډلې قومي مشر حاجي عبدالباقي پژواک ته وويل چې نا مسووله وسله وال وژنې، غلاوې، ګواښونه او ځورونې کوي چې ورسره د دوی ژوند تريخ شوى دى.

نوموړی وايي چې ځوان زوی یې د همدې نا مسووله وسله والو له خوا وژل شوى خو تر اوسه یې حکومت قاتل نه دی نیولی.

دی وايي: ((زوی مې د ینګي کلا ولسوالۍ پولیس وو، نا مسووله وسله والو په رڼا ورځ وواژه، قاتل ګرځي څوک یې نه نیسي نو ما ته دغه وسله وال او حکومت اوس ټول يو شان ښکاري.))

همدارنګه قومي مشر او د دشت کلا ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالقدوس هم له ورته ستونزو سر ټکوي او زیاتوي چې نا مسووله وسله والو ډلو د خلکو خوږ ژوند تریخ کړی او ډېر خلک یې له سیمې کډه کولو ته اړ اکړي دي.

دی وايي: ((له مازدیګره وروسته له کوره نه شو وتلی، وژل کېږو، ډزې دي، وسله والې غلاوې دي، بریدونه دي او د هېچا ژوند، مال او سر خوندي نه دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.