ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “پان” کارول د خولې سرطان لامل ګرځي

د “پان” کارول د خولې سرطان لامل ګرځي

author avatar
27 Feb 2018 - 16:37
د “پان” کارول د خولې سرطان لامل ګرځي
author avatar
27 Feb 2018 - 16:37

کابل (پژواک، ۸ کب ۹۶): د روغتيايي چارو پوهان او متخصصين وايي چې د پان نشه يي مادې کارول د خولې د سرطان، د حافظې ګډوډېدو، د عفوني ناروغيو د لېږد، د غاښونو د توروالي او خولې د بد بويۍ په ګډون د بېلابېلو ناروغيو لامل ګرځي.

د يادو متخصصينو په وينا، "پان" له چونې، تنباکو، د بطل په نوم د ځينو بوټو له پاڼو، د ښې بوی لرونکې شکرې له  پوډرو او د نعنا په شان له خوشبو څېزونو جوړېږي.

په دې وروستيو کې ډېری افغانانو په ځانګړې توګه ځوانان پر پان (نصوار) روږدي شوي دي.

د داخله ناروغيو متخصص ډاکتر مجتبی صوفي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې پان د خولې د ۹۰ سلنه سرطان لامل ګرځي او سربېره پر دې پان د خولې په بېلابېلو برخو کې د ټپونو رامنځته کولو او په دې برخو کې د سرطاني دانو رامنځته کېدو لامل ګرځي.

دغه راز د خولې د تخريب، د مرۍ او معدې د سرطان، د معدې د زخم، د حافظې ګډوډېدو، د عفوني ناروغيو د لېږد، د ژوند چاپېريال ککړتيا، د غاښونو د تورېدو او د خولې د بد بويۍ لامل ګرځي.

ډاکتر صوفي زياته کړه چې رواني ستونزې پر دې مادې د ځوانانو د روږدي کېدو تر ټولو مهم عامل دی او وزګاري، اقتصادي ستونزې او مين توب په څېر مسایل د رواني ستونزو تر ټولو مهم لاملونه دي.

د پان ډولونه او د ځوانانو له خوا يې کارول

د نصرت رامز په نامه د کابل يوه هټۍ وال چې پر سبو سربېره پان او سګريټ هم پلوري، په دې اړه وويل:" څو ډوله پان شتون لري چې د پام ۵۵، پان ۵۵۵، پان ۲۴، پان ۶۶ او پان کول په نومونو يادېږي، د کيفيت او نشې له پلوه يو له بل سره توپير لري، خو بيه يې توپير نه لري. دغه پان اصلاً هندي او پاکستاني نصوار دي."

نوموړي هټۍوال زياته کړه، هغه کسان چې له دې نشه يي مادې  کار اخلي، پر ضررونو يې ښه پوهېږي او اصلاً دغه ماده نشه رامنځته کوي چې د خلکو روغتيا ته زيان رسوي.

د سير محمودي په نامه يو ځوان چې پر پان روږدی دی، پر يادې مادې يې د روږدېدو په اړه وويل: "د لومړي ځل لپاره مې له پان څخه شوقي کار واخيست، ځکه ټولو دوستانو مې کارول، خو وروسته پر پان روږدی شوم  چې نور يې نه شم پرېښودلای."

هغه په دې اړه چې ايا د پان پر روغتيايي ضررونو پوهېږي؟ ویې ويل، پوهېږم چې روغتيا ته زيان لري، خو فکر نه کوم چې سرطان رامنځته کوونکی و اوسي؛ ځکه دغه ماده په افغانستان کې جوړېږي او يوازې يو ډول يې چې کول نومېږي، سرطان رامنځ ته کوي؛ ځکه په ترکيب کې يې شيشه (يو ډول نشه يي توکي) شتون لري او  اصلاً له هند څخه راوړل کېږي او کورني نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.