ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سبا د کابل پروسې دويمه ناسته د ٢٥ هېوادونو د استازو په ګډون پيليږي

سبا د کابل پروسې دويمه ناسته د ٢٥ هېوادونو د استازو په ګډون پيليږي

author avatar
27 Feb 2018 - 17:29
سبا د کابل پروسې دويمه ناسته د ٢٥ هېوادونو د استازو په ګډون پيليږي
author avatar
27 Feb 2018 - 17:29

کابل (پژواک، ٨ کب ٩٦): د سياسي چارو پوهان وايي، د "کابل پروسې" دويمه ناسته چې سبا پيليږي؛ افغان حکومت په کې بايد د جګړې په اړه څرګند تعريف وړاندې کړي او له هېوادونو وغواړي چې د ژمنو پر ځاى عملي ګامونه پورته کړي.  

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت په وينا،د کابل پروسې دويمې ناستې ته پوره چمتووالى نيول شوى او ټاکل شوې چې ياده ناسته سبا د ٢٥ هېوادونو او يو شمېر نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون پيل شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني، پژواک خبري اژانس ته وويل، د کابل   دويمې ناستې اجنډا پر دوه مهمو بحثونو چې د افغانستان د حکومت مهم لومړيتوبونه دي؛ ولاړه ده.

نوموړي زياته کړه، د يادې ناستې اصلي اجنډا د سولې او ترهګرۍ دوه مهم ټکي دي او ټاکل شوې چې د سولې په برخه کې افغان دولت هر اړخيز او جامع ليدلورى له نړيوالو سره شريک کړي.

خو د سياسي چارو پوهان د سولې او ترهګرۍ پر وړاندې د افغان دولت له دريځه د ستاينې ترڅنګ وايي، حکومت بايد د کابل په ناسته کې روانه جګړه له داخلي، سيمه ييز او نړيوال اړخه تعريف کړي او داسې يو ميکانېزم رامنځته کړي چې له مخې يې د جګړې ښکېل لوري يوې هوکړې ته ورسيږي او له جګړې لاس واخلي، څو هېوادوال د سولې په فضا کې ژوند وکړي.

د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي د دې خبرې په څرګندولو سره چې افغان حکومت د کابل پروسې د دويمې ناستې مثبتو پايلو لرلو ته هيله مند دى؛ وويل چې افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره سيمه ييزې اجماع ته اړتيا لري، خو د امريکا او روسيې، د ايران او سعودي او هندوستان او پاکستان ترمنځ شته ټکرونو ته په پام سره يو څه ستونزمنه ښکاري چې د افغانستان په اړه دې سيمه ييزه اجماع رامنځته شي.

نوموړي دې خبرې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې هر هېواد خپلې شخصي ګټې پالي، زياته کړه: "افغانستان کې روانه لوبه ډېره ستره لوبه ده او دا سيمه ييزه لوبه ده او په دغه جګړه کې د خليج، ايران، روسيې، امريکا، چين، پاکستان او هندوستان هېوادونه ښکېل دي او يوه ستره ستونزه ده."

سعيدي د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت بايد کوم داسې ګامونه پورته کړي چې له امله يې مثبتې پايلې رامنځته شي؟ وويل: "په پخوا او اوس حالاتو کې د حکومت دريځ بد نه دى، حکومت بايد له سولې او ترهګرۍ يو ځانګړى تعريف ولري او ملاتړي هېوادونه بايد د ژمنې پر ځاى عملي ګامونه پورته کړي."

بلخوا د نړيوالو چارو کارپوه عبدالشکور سالنګي وويل، د "کابل پروسې" پخوانۍ ناستې غوره پايلې نه درلودې، خو د کابل پروسې دويمه ناسته يو مناسب فرصت دى او په دغه ناسته کې بايد افغانستان هڅه وکړي چې ناسته د ځان په ګټه وڅرخوي.

نوموړي پر دې د نيوکې ترڅنګ چې افغان حکومت د سولې او جګړې په اړه څرګند تعريف نه لري، وويل چې حکومت بايد په دغه ناسته کې د روانې جګړې لاملونه له ټولو داخلي، سيمه ييزو او نړيوالو اړخونو وڅېړي او داسې يو ميکانېزم رامنځته کړي چې په کې ښکېل لوري يوې هوکړې ته ورسيږي او له جګړې لاس واخلي، څو خلک په هېواد کې د جګړې د کمښت او سولې ټينګښت شاهدان واوسي.

نوموړى دې خبرې ته په اشارې سره چې افغانستان د ګاونډيانو په تورنولو سره سولې ته لاره نه شي موندلى، وويل چې افغان حکومت د روانې جګړي اصلي عامل پاکستان بولي، خو که چېرې حقيقت ته وګورو کېداى شي پاکستان د جګړې لامل وي، خو د سيمې نور هېوادونه لکه روسيه، چين، ايران او هند هم په کې شامل دي.

د يادولو ده چې د کابل پروسې دويمې ناستې لپاره په کابل ښار کې ځانګړي تدابير په پام کې نيول شوي او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته غځېدلي يو شمېر واټونه د ترافيکو پر مخ تړل شوي او سبا يوازې په کابل کې رخصتي هم اعلان شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.