ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې واورې د شپږو ولسواليو لارې بندې کړې دي

غور کې واورې د شپږو ولسواليو لارې بندې کړې دي

author avatar
27 Feb 2018 - 15:13
غور کې واورې د شپږو ولسواليو لارې بندې کړې دي
author avatar
27 Feb 2018 - 15:13

 

فيروزکوه (پژواک، ٨ کب ٩٦): د غور ولايت د شپږو لوېديځو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د واورې له امله د شپږو ولسواليو نښلوونکې لارې تړل شوې دي.

له پرون مازديګر راهيسې په غور ولايت کې د واورې ورښت پيل شوى او د غور د شپږو غربي ولسواليو (دولينه، شهرک، تولک، ساغر، چهارصده او پسابند) نښلوونکې لارې يې د ولسوالۍ له مرکز سره تړلې دي.

د دولينې، شهرک او تولک ولسواليو يو شمېر اوسېدونکو له پژواک خبري اژانس سره په ټيلېفوني اړيکه کې وويل چې ګڼ شمېر مسافر اوسمهال د لارې په اوږدو کې بند او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوى ويل، اوسمهال نه شي کولى چې خپل ناروغان تر ټولو نږدې روغتونونو ته ولېږدوي. دغه اوسېدونکي له حکومته  غواړي چې د ولسواليو له مرکزونو او سيمو سره نښلوونکې لارې دې پرانېستل شي.

د دولينه ولسوالۍ اوسېدونکي محمد وويل:((د پرون مازديګر واورې ورېدنې زموږ د کليو ټولې لارې بندې کړې دي.))

د شهرک ولسوالۍ اوسېدونکي نور علي هم وويل: ((ډېره واوره شوې، کلينيک ته نه شو تللى، ناروغان مو په ډاګ پاتې دي، مسافر بند پاتې دي، لاره دې خلاصه شي.))

په ورته وخت کې د غور د فوايد عامې رياست سرپرست انجنير عبدالغفور حقيار د غور ولايت د شپږو غربي ولسواليو د لارو بندښت تاييد کړ او ویې ويل، د ځايي شورا قرارداديان د دې سيمو د لارو د خلاصون هڅه کوي.

هغه زياته کړه، دا لومړى ځل دى چې په غور کې درنه واوره ورېږي او پنډوالى يې ٤٠ سانتي مترو ته رسېږي.

غور د هېواد په لوېديځ کې يو غرنى او واورين ولايت دى چې اوسېدونکي يې په ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.