ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې امنیتي سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې امنیتي سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
27 Feb 2018 - 14:59
هلمند کې امنیتي سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
27 Feb 2018 - 14:59

لښکرګاه (پژواک، ٨ کب ٩٦): د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله امنيتي سرتېرو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې د کب په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د لښکرګاه ښار د دويمې حوزې اړوند پر "بيرغ" پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او پوسته هم سقوط شوې وه چې بيا بېرته امنيتي ځواکونو ونيوه.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم دغه پېښه تاييد کړه خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

ځواک د يوې بلې پېښې په اړه وويل چې تېره شپه ګرشک ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې دوه پوليس ټپيان شوي او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

همدارنګه د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ ناوخته د ګرمسېر ولسوالۍ د لومړۍ لوا د دويم کنډک قوماندان وژل شوى دى.

په دې اړه د ٢١٥ ميوند قول اردو د لومړۍ لوا رييس ارکان ډګروال داوود ناصري پژواک ته وويل چې دغه قوماندان جګړن عزت الله ناصري نومېده چې په سنیپر ټوپک ويشتل شوى دى.

ده وويل چې د عزت الله ناصري جنازه نن سهار ننګرهار ته ولايت ته انتقال شوه.

دغه جګړې وسله وال طالبان هم تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې لښکرګاه ښار کې طالبانو يوه پوسته نيولې ده چې د نيولو پر مهال يې شپږ پوليس وژل شوي او څلور ميله وسله طالبانو ترلاسه کړې ده.

دغه راز احمدي وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې طالبانو د کنډک د قوماندان په ګډون نهه سرتېري وژلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.