ميمنه (پژواک، ٨ کب ٩٦): د فارياب ولايت ځايي چارواکي وايي چې نن سهار په دغه ولايت کې پنځه ولسي پاڅونوال وژل شوي او د هغوی د يوه قوماندان په ګډون شپږ نور ټپيان دي.
د فارياب ولايتي شورا رييس محمد طاهر رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسي پاڅونوالو د پياوړي قوماندان حاجي حسام الدين دوه زامن او يو سرتېرى نن له غرمې وړاندې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې وژل شوي او د قوماندان په ګډون څلور نور ټپيان دي.
رحماني زياته کړه چې نن سهار دوه نور ولسي پاڅونوال هم د المار او پښتونکوټ ولسواليو کې وژل شوي او دوه ټپيان دي.
د خواجه سبزپوش ولسوال هاشم باتور قاطع هم تاييد کړه چې دغه درې تنه چې دوه يې خالد بيګ او فريد بيګ دده ورېرونه دي، ددې ولسوالۍ په صحرايي کلا سيمه کې د طالبان په کمين کې وژل شوي او څلور نور د حاجي حسام الدين او د هغه د ورور په ګډون ټپيان دي، خو د حسام زخمي سرسري دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن