ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې سېلابونو زیانونه اړولي

کندهار ښار کې سېلابونو زیانونه اړولي

author avatar
27 Feb 2018 - 15:20
کندهار ښار کې سېلابونو زیانونه اړولي
author avatar
27 Feb 2018 - 15:20

کندهار (پژواک، ۸ کب ۹۶): د کندهار ښار په ځینو ساحو کې د تېز باران او ږلۍ له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

که څه هم ورښت هومره زیات نه و او یوازې څو دقیقې یې دوام وکړ خو د کندهار ښار په ځینو ساحو کې سېلابونه را ووتل او یو شمېر ودانۍ یې نړولې دي.

د اړوندو ادارو چارواکي هم مني چې ورښت د کندهار ښار په ځینو ساحو کې یوازې ځاني زیانونه اړولي خو د کره شمېر د معلومولو لپاره یې په سروې بوخت دي.

د کندهار ښاریانو نیوکې او شکایتونه هم همدا دي چې ولې د کلونو په تېرېدو د کندهار ښار د کانالیزاسیون غم نه دی خوړل شوی او د ډېر کم اورښت له امله هم سېلابونه راوځي او خلکو ته زیانونه اړوي؟

د کندهار ښار د ۱۲مې ناحیې د حکیم اډې سیمې یوه اوسېدونکي نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د لږ وخت لپاره باران و اورېد خو د استوګنې پر سیمو او سړکونو سېلابونه رامات شول.

هغه زیاته کړه، که څه هم دغو سېلابونو یو شمېر کورونه او ودانۍ ونړولې خو له ښه مرغه ځاني زیان یې نه درلود.

د ده په خبره هر کال وینو چې بارانونه خلکو ته زیان اړوي خو اړوندو ادارو کله هم په بنسټیزه توګه د کندهار ښار د کانالیزاسیون سیسټم اصلاح نه کړ.

د کندهار ښار د لویې ویالې یوه اوسېدونکي محب الله هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې ورځې د باران له امله د استوګنې پر سیمو سېلابونه رامات شول او د خلکو کورونه له اوبو ډک شول.

دی هم وايي چې هر کال اورښت او سېلابونه خلکو ته زیان اړوي خو بیا یې هم پر وړاندې تدابیر نه نیول کېږي.

دی وايي، ښاروالۍ او نورې اړوندې ادارې باید ځواب ووايي چې ولې لا هم د معمولي اورښت پر مهال سېلابونه راوځي او خلکو ته زیان اړوي.

د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د کندهار ښار په ټولو ۱۵ ناحیو کې تېز باران و اورېد چې له ښه مرغه ډېر زیان یې نه درلود.

دی وايي، دا د کندهار ښاروالۍ د هغو پرمختیايي چارو له امله وه چې د ښار ډېرې سیمې يې تر ماسټر پلان لاندې راوستي، سړکونه، پلې لارې، او  ويالې یې جوړې کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.