د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان د کرکټ په تمريناتي لوبه کې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ په تمريناتي لوبه کې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه

Feb 28, 2018 - 08:46

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٦): افغانستان د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي سياليو په يوه تمريناتي لوبه کې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده چې د نړيوال جام د غوراوي سيالۍ د اتو لوبډلو په ګډون راتلونکې اونۍ په زمبابوې کې پيل شي چې دوه لوبډلې به نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.

پرون له غرمې وروسته د غوراوي سياليو لپاره د چمتووالي په موخه د افغانستان او ويسټ انډيز تر منځ لوبه ترسره شوه، د دې لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک ته وويل چې د افغانستان لومړني توپوهونکي ژر ژر وسوځېدل او په يو وخت په ٨٠ منډو يې اته لوبغاړي سوځېدلي وو، خو په وروستيو کې ګلبدين نايب او سميع الله شينواري په زړه پورې لوبه وکړه او د ملي لوبډلې مندې يې تر ١٦٣ پورې ورسولې او ټول لوبغاړي وسوځېدل.

شينواري ٤٢ او ګلبدين نايب ٤٨ د منډو په جوړولو سره تر نورو مخکې وو.

د لوبې په منځ کې باران وشو چې د کرکټ د نړيوالو قوانينو له مخې ويسټ انډيز ته د ١٤٠ منډو هدف ورکړل شو، خو د دولت ځدراڼ، راشد خان او شرف الدين اشرف د ښې توپ اچوونې له امله د ويسټ انډيز ټوله لوبډله په ١١٠ منډو وسوځېده.

دولت ځدراڼ په دريو توپونو درې پرله پسې لوبغاړي وسوځول او د کرکټ په اصطلاح (هيټرک) يې وکړ، دا په يوه نړيواله لوبه کې لومړى افغان شو چې دا کارنامه کوي.

هغه په ټوليزه توګه څلور لوبغاړي وسوځول، دغه راز راشد خان او شرف الدين اشرف هم دوه دوه لوبغاړي، شاه پور ځدراڼ او محمد نبي يو یو لوبغاړي وسوځول.

د اصغر ستانکزي د ناروغۍ له امله د ملي لوبډلمشرۍ مسووليت راشد خان ته سپارل شوى و، هغه د نړۍ کم عمره لوبغاړى دی چې د يوې لوبډلې کپتاني کوي او نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement