ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان دولت له طالبانو سره د سولې لپاره بې مخينې نرمښت وښود

افغان دولت له طالبانو سره د سولې لپاره بې مخينې نرمښت وښود

author avatar
28 Feb 2018 - 16:02
افغان دولت له طالبانو سره د سولې لپاره بې مخينې نرمښت وښود
author avatar
28 Feb 2018 - 16:02

کابل (پژواک، ۹ کب ۹۶): له قانوني لارو د اساسي قانون د تعديل منل، اوربند، د طالبانو لپاره د دفتر پرانيستل، د يوه سياسي ګوند په توګه د طالبانو پر رسميت پېژندل، د بنديانو ازادول او پر طالبانو د بنديزونو لرې کول له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د طرحې مهم موارد دي.

دغه طرحه د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابل پروسې دويم کنفرانس ته د خبرو پر مهال وړاندې کړه او زياته يې کړه چې د طالبانو لپاره د پاسپورټ له صادرولو، رسنيو ته يې له لاسرسي او د طالبانو کورنيو ته د اوسېدو ځای له ورکولو سره موافقه لري او د سولې خبرو لپاره مخکې شرط نه لري.

ولسمشر وايي چې کابل د سولې خبرو لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی، خو کولای شي چې دغه خبرې په يوه داسې اسلامي هېواد کې چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل نه وي، د ملګرو ملتونو په دفتر او يا کوم بل درېيم هېواد کې ترسره شي.

د کابل پروسې دويم کنفرانس چې له ۲۵ډېرو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي په کې ګډون لري، نن په ارګ کې پيل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.