واشنګټن (پژواک، ٩ کب ٩٦): امريکا ويلي چې افغان شخړه له پوځي اړخه نه شي هوارېدای او ټينګار يې کړى چې طالبان بايد له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.
دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدر نورټ په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته وکړې.
هغې د يوې پوښتنى په ځواب کې وويل چې د طالبانو له خوا امريکا ته استول شوى ليک يې ترلاسه کړى او تر مطالعې لاندې دى.
په دغه ليک کې طالبانو له امريکا غوښتي وو چې له دوى سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.
خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي چې د سولې ټولې خبرې اترې به د افغان حکومت په مشرۍ ترسره کېږي، خو له بده مرغه اوس داسې نه ښکاري چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.
هغه وايي چې ډېر ژر به طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته اماده شي.
نورټ زياته کړه چې افغان شخړه پوځي حل لاره نه لري، اخر هم سياسي حل ته اړتيا ليدل کېږي او خبرې اترې يواځېنۍ لاره ده چې دا شخړه هواره شي.
هغې ويلي چې د کابل پروسې په کنفرانس کې به پر سولې او نورو موضوعاتو واضح خبرې وشي.
د کابل کنفرانس نن سهار د ٢٥ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون پيل شو.
پرون د ولسمشر يوه استازي چخانسوري په کابل کې ويلي وو چې امريکا د طالبانو د خبرو اترو وړانديز رد کړى او ټينګار يې کړى چې بايد له افغان حکومت سره خبرې وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن