ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان- کندهار پر لویه لار طالبانو ۳۰ مسافر کښته کړي

د اروزګان- کندهار پر لویه لار طالبانو ۳۰ مسافر کښته کړي

author avatar
28 Feb 2018 - 09:48
د اروزګان- کندهار پر لویه لار طالبانو ۳۰ مسافر کښته کړي
author avatar
28 Feb 2018 - 09:48

ترينکوټ (پژواک، ۹ کب ۹۶): د اروزګان- کندهار پر لويه لار وسله والو طالبانو ٣٠ مسافر له موټرو کښته کړي او له ځان سره يې بیولي دي.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د اروزګان- کندهار د لويې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو د اردو بلاغ په سيمه کې له موټرو ٣٠ مسافر ښکته کړي او له ځانه سره یې بیولي دي.

ناياب وايي، دا لا معلومه نه ده چې دغه کسان څوک دي او د څه لپاره وسله والو له ځان سره بیولي دي خو په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ويلي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.