کابل (پژواک، ۹ کب ۹۶): په ټولو ولايتونو کې د پرتمينو مراسمو په ترڅ کې د سرتېري د ملي ورځې په مناسبت غونډې وشوې او ملي ځواکونه وستايل شول.
د ننګرهار مراسم چې د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې جوړ شوي وو، په کې د ګډو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د سرتېرو، افسرانو او قوماندانانو سربېره د ننګرهار دولتي چارواکو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او عامو خلکو هم برخه اخيستې وه.
سرتېري د ملي ورځې په مناسبت د دغو مراسمو يوه برخه د مسوولينو ويناوو ته ځانګړې شوې وه او په نورې يې د افغان هوايي ځواک د الوتکو مانورې، د ګډو امنيتي ځواکونو رسم ګذشت، د مډالونو ورکړې ته ځانګړې شوې وې او په اخر کې د سرتېرو او خلکو له خوا ګډ انټن هم ترسره شو.
د مراسمو ښکلا به هغه وخت لا يو پر دوه شوه چې د افغان هوايي ځواک الوتکو به د هوا له لارې پر ناستو خلکو د سرتېري ورځې په مناسبت جوړ شوي پُسټ کارټونه را وشیندل.
د ننګرهار والي ګلاب منګل وويل، د افغان سرتېرو او خلکو په ګډې قربانۍ سره دغه ولايت د وسله والو له جدي ګواښونو ژغورل شوی او پاتې سيمې به هم د سرتېرو په قربانۍ له وسله والو پاکې شي.
هغه زياته کړه، دا د سرتېرو حق دی چې د قربانيو ستاينه يې وشي او د هغو ميندو قدرداني يې هم وکړه چې په خبره يې خپل اولادونه د هېواد د دفاع په خاطر د امنيتي او دفاعي ځواکونو ليکو ته لېږي.
په ختيځ زون کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستيال بريد جنرال محمدعلي شجاعي ډاډ ورکړ چې افغان سرتېري سر ورکوي خو سنګر نه ورکوي او د خپلو وينو په بدله کې د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي.
د ننګرهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل، د افغان خاورې او ملت دښمن د ولس او امنيتي ځواکونو تر منځ د فاصلې رامنځته کولو په خاطر ډول ډول دسيسې جوړې کړې؛ خو نن ثابته شوه چې لا هم ولس د خپلو امنيتي ځواکونو تر شا ولاړ دی.
په ورته وخت کې د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني وويل چې د افغان امنيتي ځواکونو جګړه د وسله والو خلاف برحقه جګړه ده او د هېواد ټول علماء يې تر شا ولاړ دي.
دغه راز په کندهار ولايت کې هم نن د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ونمانځل شوه چې په کې سرتېرو، چارواکو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.
په سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال امام نظر بهبود وويل چې افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه په پوره مېړانه او شهامت د خپل هېواد او خلګو ساتنه او دفاع کوي.
هغه زياته کړه، افغان ځواکونه به هېڅکله د هېواد او خلګو دښمنانو ته اجازه ورنه کړي چي زموږ بېګناه هېوادوال وځوروي او خوږ ژوند يې نا ارام کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن