ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې څلور حرفوي غله نيول شوي

په کابل کې څلور حرفوي غله نيول شوي

author avatar
28 Feb 2018 - 15:07
په کابل کې څلور حرفوي غله نيول شوي
author avatar
28 Feb 2018 - 15:07

 

کابل (پژواک، ۹ کب ۹۶): د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ په اړوند سيمه کې د وسله والو غلو او پوليسو تر منځ نښته کې څلور حرفوي غله نيول شوي او يو ملکي وګړی ټپي دی.

د کابل ښار د ۱۰۱اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد ياده موضوع تاييد کړه او پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې ياد څلور غله نن سهار د بګراميو ولسوالۍ په ميرويس ښارګوټي کې نيول شوي دي.

د مجاهد په وينا، د حرفوي غلو دغې ډلې له څه مودې را په دېخوا د پوځي جامو په کارولو سره د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د خلکو کورونو په لوټلو کې لاس درلود چې له نېکه مرغه نن پوليس وتوانېدل چې د خلکو په همکارۍ سره دغه کسان ونيسي.

مجاهد زياته کړه چې په دې نښته کې يو ملکي کس ټپي شوی چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

د نوموړي په وينا، نيول شوي کسان د پوليسو تر څارنې لاندې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.