ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبدالله: په سوله کې د اوربند تر څنګ باید ټولنیز عدالت تامین شي

ډاکتر عبدالله: په سوله کې د اوربند تر څنګ باید ټولنیز عدالت تامین شي

author avatar
28 Feb 2018 - 11:31
ډاکتر عبدالله: په سوله کې د اوربند تر څنګ باید ټولنیز عدالت تامین شي
author avatar
28 Feb 2018 - 11:31

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٦): د حکومت اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله وايي چې یوازې اوربند او یا د جګړې خاتمه کامله سوله نه شي بلل کېدای؛ ځکه سوله باید ټولنیز عدالت، ‌د قانون تامین، اساسي حقونو ته د خلکو لاسرسی او د ډیموکراسۍ ټول ابعاد په ځان کې را ونغاړي.

د اجرائيه رياست له خوا د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله عبدالله دغه څرګندونې پرون ناوخته د سويټزرلينډ په جنيوا ښار کې د پالیسۍ او امنیت په مرکز کې د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او انکشافي وضعیت باندې د خبرو پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې، په دغه مرکز کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د پالیسۍ او امنیت برخي مسوولین، کارپوهان او زده کړیالان راټول شوي وو او له اجرائیه ريیسه يې د افغانستان د وضعیت په اړه پوښتنې هم وکړې.

ډاکټر عبدالله وويل چې افغانستان له بهرنیو تېریو نیولې، د ترهګرو ډلو تر بېلابېل ډول بريدونو پورې د ډول ډول امنیتي او نورو ستونزو شاهد و، خو له دغو ستونزو سره سره يې په مختلفو برخو کې پرمختګونه هم کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یوازې ۱۷ کاله وړاندې په افغانستان کې حتی د ښځو مکاتب تړلي وو، ولې نن ښځې له سیاسته نیولې تر اقتصاد، امنیتي او پوځي نهادونو، رسنیو او مدني فعالیتونو پورې په ټولو برخو کي فعاله ونډه لري.

اجرائیه ريیس همداراز یادونه کړې چې افغانان سولې ته تږي دي او ورته د رسېدو لپاره یې په هڅه کې دي، خو په وینا يې چې یوازې اوربند او یا د جنګ خاتمه بشپړه سوله نه شي بلل کېدای؛ ځکه سوله باید ټولنیز عدالت، ‌د قانون تامین، اساسي حقونو ته د خلکو لاسرسی او د ډیموکراسۍ ټول ابعاد په بر کې ونیسي او افغان حکومت د همدې موخې لپاره کار کوي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.