ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ١١ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار کې ١١ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
28 Feb 2018 - 16:38
کندهار کې ١١ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
28 Feb 2018 - 16:38

کندهار (پژواک، ٩ کب ٩٦): د کندهار- اروزګان ولايت تر منځ سيمه کې د يوې نښتې پر مهال ١١ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د اروزګان د چورې او د کندهار د ميانشين ولسواليو تر منځ په سبزي کلي کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته وشوه.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې پنځه پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي او وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېره يې نه ده معلومه.

نوموړي د کندهار- اروزګان پر لويه لاره د وسله والو طالبانو له خوا د ٣٠ ملکي وګړو د تښتولو په اړه وويل چې د دواړو ولايتونو امنيتي ځواکونه يې په ګډه پلټنه پيل کړې ده.

بلخوا د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقوي عمري وايي چې ياد کسان تېره ورځ ناوخته دغه کسان د  کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ اړوند په اردو بلاغ سيمه کې طالبانو له موټرو ښکته کړي او بيا يې نا معلوم لوري ته له ځان سره بیولي دي.

هغه پژواک ته وويل چې برمته شوي ټول کسان ملکیان دي خو معلومه نه ده چې کوم لوري ته وړل شوي دي.

د امنیت امر وايي، د سپين ږيرو او مخورو کسانو هڅې روانې دي چې تښتول شوي کسان د طالبان له بنده را خوشي کړي.

طالبانو تر دې مهاله د یادو مسافرو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.