جلال اباد (پژواک، ۱۰ کب ۹۶): د افغانستان د کورني کرکټ تر ټولو سترو کورنيو سياليو د لومړۍ درجه بندۍ څلور ورځنۍ تمريناتي سيالۍ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پيل شوې.
په دغو سياليو کې د کابل زون په ګډون د شپږو زونونو لوبډلې برخه لري چې پر ننګرهار سربېره به د کونړ او خوست په لوبغالو کې هم ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسوول دولت احمدزي د دغو سياليو د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ لوبغاړو ته د هغوی د ښه راتلونکي چانس برابروي.
نوموړي زياته کړه، د فرسټ کلاس (لومړۍ درجه) سياليو کې لوبېدونکي لوبغاړي به له امکاناتو هم برخمن کېږي او د ښې وړتیا په ښودلو د ملي، الف او ۱۹ کلنو لوبډلو او دغه راز نورو نړيوالو لوبډلو ته هم لاسرسی پيدا کولی شي.
د احمدزي په وينا، د فرست کلاس سږنۍ سيالۍ تر نورو کلونو توپير لري چې يو يې د نړۍ د نورو هېوادونو مخکې پيل شوي او بل په کې د کابل زون هم ور زيات شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د لومړۍ درجې دغو سياليو کې ټولې لوبېدونکې لوبډلې به هر يوه له بلې لوبډلې سره دوه سيالۍ کوي چې ټولټال به ۷۴ ورځې په بر کې ونيسي.
هغه زياتوي چې په دغو سياليو کې د ولايتي لوبډلو، ۱۹ کلنو، الف لوبډلې او ملي ټېم ټول غړي لوبېږي.
بلخوا د سپين غر زون کرکټ لوبډلمشر اکرام علي خېل وويل چې دا سيالۍ د لوبغاړو لپاره ډېرې ګټورې دي؛ ځکه کولی شي خپل راتلونکی په کې معلوم کړي.
هغه وايي، دا لوبې به ورته په راتلونکي کې د ښې تجربې پيدا کېدو سبب شي او هم به وکولی شي چې د کرکټ په برخه کې ډېر نور څه هم زده کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن