ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورټیس: کابل پروسې کنفرانس کې د ولسمشر غني پیغامونه ګټور وو

کورټیس: کابل پروسې کنفرانس کې د ولسمشر غني پیغامونه ګټور وو

author avatar
1 Mar 2018 - 16:29
کورټیس: کابل پروسې کنفرانس کې د ولسمشر غني پیغامونه ګټور وو
author avatar
1 Mar 2018 - 16:29

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٦): د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د امنیت شورا د دفتر مشره پر دې سربېره چې د کابل پروسې په کنفرانس کې یې د ولسمشر غني وينا او پيغام ګټور وبلل، د افغانانو په مشرۍ یې د بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړ.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د امنیت شورا د دفتر مشرې ډاکتر لیزا کورټیس په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو له راغلي پلاوي سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

سرچينه کاږي، لیزا کورټیس ولسمشر غني او د افغانستان خلکو ته په بریالیتوب د کابل پروسې د کنفرانس د ترسره کېدو مبارکي وویله او یاد کنفرانس ته د ولسمشر د وینا اساسي پیغامونه یې په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ګټور وبلل.

نوموړې وویل، هېواد یې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ تطبیق ته ژمن دی او د افغانانو په مشرۍ د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.

هغې زیاته کړه، د امریکا متحده ایالتونه به له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول انکشافي او اقتصادي برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني د کابل پروسې په ناسته کې د امریکا متحدو ایالتونو د پلاوي له ګډونه په مننې وویل، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو په سیمه کې د بدلون لپاره فرصتونه ایجاد کړي او د ټولو په ګډه همغږۍ او همکارۍ باید له دغو فرصتونو د افغانستان او سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي ودې لپاره اعظمي ګټه واخیستل شي.

ده زیاته کړه، افغانستان په سیمه کې بېرته خپل پخواني موقعیت ته ور ستنېدونکی او د سیمې د همکاریو په مرکز او څلورلاره د بدلېدو په حال کې دی چې ټاپي، ټاپ او د نوري فایبر د پروژو د کار پیل یې غوره بېلګې دي.

د هغه په وينا، د هېوادونو او ملتونو ګډې ګټې او همکارۍ د امنیت، ثبات، د اقتصادي ودې تامین او د دوستانه مناسباتو د ټینګښت لپاره ګټورې دي.

لیزا کورټیس له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د خلکو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه او سرښندنې وستایلې او زیاته یې کړه، دغه ځواکونه یواځې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د دفاع لپاره جنګېږي، نو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې باید پراخ ملاتړ وشي.

هغې زیاته کړه، افغانستان نه یواځې له ترهګرۍ سره د مبارزې، بلکې اقتصادي، انکشافي، د زیربنا، اصلاحاتو، د قانون د حاکمیت، د ښځو د حقونو د تامین او نورو برخو کې هم پام وړ بریاوې او لاسته راوړنې لري.

غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو مرستې او همکارۍ د قدر وړ وبللې او څرګنده یې کړه، موږ به د خپلو خلکو او نړیوالو متحدینو په ملاتړ سولې، ثبات او پرمختګ ته چې زموږ د هېوادوالو اساسي غوښتنې دي ورسېږو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.