ترينکوټ (پژواک، ١٠ کب ٩٦): چارواکي وايي چې د اروزګان- کندهار له لويې لارې له تښتول شوو ٣٠ کسانو ٩ يې خوشي شوي دي.
د اروزګان ځايي چارواکو پرون ويلي وو چې د کندهار ولايت پر لويه لاره وسله والو چې د ملي اردو يونيفورم يې پر ځان و، ٣٠ کسان له موټرو ښکته کړي او له ځان سره بیولي دي.
د اروزګان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقوي عمري د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يادو کسانو ٩ يې پرون خوشي شوي دي.
هغه زياته کړه چې د دې کسانو په خوشې کولو کې قومي مشرانو او سپين ږيرو مهم رول لوبولى او هڅې روانې دي چې پاتې کسان هم خوشي شي.
عمري وايي، دغه مسافر د کندهار اړوند د سبزل په سيمه کې د مولوي عزت الله په نوم د طالبانو د يو ځايي قوماندان له خوا تښتول شوي دي.
د امنیت امر وويل چې راخوشي شوي کسان ټول ملکيان دي او د پاتې نورو د راخوشي کېدو هڅې هم روانې دي.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې دوى د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب په ګډون ١٦ پوليس او نور امنيتي کسان د استخباراتي معلوماتو پر اساس نيولي دي.
خو ناياب پژواک ته وويل چې دى نه دى نيول شوى او په خپل ځاى کې دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن