کابل(پژواک،١١کب ٩٦) : ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د عملياتو پرمهال ۲۸ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي .
د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه ګډ عمليات په ننګرهار، لغمان، غزني، پکتیکا، لوګر، کندهار، فراه، تخار، فاریاب، نیمروز او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي.
سرچينه زياتوي چې د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي ، ۲ تنه ټپیان، ۳ موټر او یو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي، د غزني په واغظ ولسوالۍ کې ۴ وسله وال وژل شوي ، ۸ تنه ټپیان او ددښمن ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، دغه ارز د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې ۲ وسله وال وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي او د هلمند په کجکي او نادعلي ولسوالیو کې ۳ وسله وال شوي، یو تن ټپي او یو موټر سایکل يې له منځه وړل شوی دی .
دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰چاڼیز او ۲۴خاص کومانډویي عملیات د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې تر سره شوي دي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن