فراه(پژواک، ۱۱ کب ۹۶): د فراه يو چارواکى وايي چې وسله والو طالبانو درې تنه د انسان تښتونې په تور ددغه ولايت په خاکسفيد ولسوالۍ کې اعدام کړي دي.
د فراه د ولايتي شورا رييس فريد بختور ددغه خبر په تاييد سره وويل چې دغو درې تنو به هر وخت د فراه –فراه رود پر لاره مسافر له موټرو ښکته کول او بيا به يې يوه نامعلوم ځاى ته لېږدول.
د نوموړي په خبره، چې دغه درې تنه څو ورځې مخکې له يوه تښتول شوي ماشوم سره يوځاى د بالابلوک ولسوالۍ په يوه سيمه کې د طالبانو له خوا نيول شوي وو او نن په خاکسفيد ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري اعدام شوي دي .
طالب وياند قاري يوسف احمدي وويل چې نن دغه درې تنه (نقيب الله، محمدنعيم او لالى) د انسان تښتونې په جرم او د دوى د محکمې له پرېکړې وروسته د خاکسفيد ولسوالۍ د ديوارسرخ په کلي کې اعدام شول .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن