ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره فبروري افغانستان کې نږدې ١٤٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره فبروري افغانستان کې نږدې ١٤٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
3 Mar 2018 - 15:47
تېره فبروري افغانستان کې نږدې ١٤٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
3 Mar 2018 - 15:47

کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٦): په افغانستان کې تېره (فبروري) مياشت په ١٥٣ بريدونو کې نږدې ١٤٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېره ښيي چې د مرګ ژوبله کچه د جنورۍ په پرتله ٣٢ سلنه کمه شوې ده.

د روان ميلادي کال په لومړۍ (جنوري) مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې ياد بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو په ٢٧ کې ترسره شوي چې له امله يې ٩٨٦ کسان وژل شوي او ٤١٢ نور ټپيان دي.

شمېرې ښيي چې له هرو ٣٦ کسانو ٢٤ ته په مخامخ نښتو، پنځو ته په هوايي بريدونو، څلورو ته په هدفي وژنو، دوو ته په چاودنو او يوه ته په ځانمرګو بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره مياشت د ټولو بريدونو تر نيمايي ډېر په فارياب، هلمند، اروزګان، فراه، کندهار او ننګرهار او پاتې په ٢١ نورو ولايتونو کې ترسره شوي، خو پژواک تېره مياشت له باميانو، غور، هرات، ميدان وردګو، نورستان، پکتيا او پنجشېر ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دی ترلاسه کړى.

د پژواک د يو راپور له مخې، ننګرهار، کندهار، هلمند، اروزګان، فارياب او فراه په هغو لسو ولايتونو کې شامل دي چې تېر کال يې د وسله والو بريدونو له امله تر نورو ولايتونو ډېره مرګ ژوبله لرله.

د پوځي چارو شنونکى جنرال زلمى وردګ وايي، په ننګرهار او فارياب کې د طالبانو تر څنګ د داعش ډلې فعاليت، له پاکستان سره د ننګرهار او هلمند ګډه پوله او له دې لارې د وسله والو مخالفينو اسانه اکمال او په هلمند او ننګرهار کې د نشه يي توکو ډېر کښت او قاچاق د ناامنيو او جګړو د ډېروالي لاملونه بولي.

دى وايي، په فارياب کې ځکه جګړې ډېرې وې چې دغه ولايت د هېواد په شمال کې د دولت وسله والو مخالفينو ته ځانګړى اهميت لري او له دې لارې د شمال نورو ولايتونو ته هم نفوذ کولای شي.

وردک په کندهار کې د بريدونو د ډېروالي په اړه وويل: “کندهار هم له هغو ولايتونو دی چې له بده مرغه له پاکستان سره ګډه پوله لري، دا چې زموږ د هېواد خلاص سرحدونه لري نو همېشه په سرحدي ولايتونو کې نا امنۍ او تحرکات نسبت نورو ولايتونو ته ډېر وي.”

دی وايي، دا يو حقيقت دى چې د افغانستان وسله والو مخالفينو لپاره پاکستان يو امن پټنځای دی او دغه هېواد د افغانستان لپاره ګڼې ستونزې زېږولي دي.

دغه راز د ده په اند، په اروزګان کې ځکه د دولت مخالفين ډېر بريدونه کوي چې دغه ولايت له غزني، زابل، کندهار، هلمند او دايکنډي ولايتونو سره پوله او نږدې د يوې څلورلارې حيثيت لري.

دی وايي: “وسله والې مخالفې ډلې په ډېرې اسانۍ له ګاونډ ولايتونو چې تر ډېره زیانمن هم دي، اروزګان ته راتلی شي او هم له اروزګان څخه وسله وال مخالفين د دايکنډي او غور له لارې شمالي ولايتونو ته نفوذ کولای شي.”

دغه راز شنونکي فساد، په مشرتابه کې د سالم مديريت او اړينو امکاناتو نه شتون، له سوداګريزو توکو د ګمرکي محصول په نوم د پيسو اخيستو له لارې د مخالفينو پياوړي کېدل او له وسله والو مخالفينو د ځينو هېوادونو، په تېره بيا ايران ملاتړ په فراه کې د نا امنۍ عمده لاملونه ګڼي.

د هغوى په وينا، ايران په فراه کې د بخش اباد بند له جوړېدو او په دغه ولايت کې د داعش ډلې د نفوذ د مخنيوي په موخه له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او دغه کار د ياد ولايت د نا امنۍ د زياتېدو لامل شوى دى.

خو ايران دا ډول تورونه ردوي او څه موده مخکې په فراه کې يوه سيمه ييز طالب چارواکي ويلي وو چې د بخش اباد بند له جوړېدو ملاتړ کوي.

مرګ ژوبله

راپورونه ښيي چې تېره مياشت په ١٥٣ بريدونو کې ټول ٩٨٦ کسان وژل شوي او ٤١٢ نور ټپيان دي.

په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه (٢٢) په فارياب کې شوي، خو تر ټولو ډېرو (٢٢٦) کسانو ته په اروزګان کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خو وړمه (جنوري) مياشت کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په پلازمېنې کابل کې اوښتې وه.

جنوري کې په کابل کې د طالبانو او داعش ډلو په پنځو بريدونو کې ١٦٢ کسان وژل شوي او ٢٨٦ نور ټپيان وو.

د پوځي چارو شنونکی جنرال زلمی وردګ وايي، کله په يوه او کله بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلې کچه د جګړې په ډول او د جګړې په تاکتيک پورې اړه لري.

د ده په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې ترسره کېږي.

خو د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال محمد رادمنش وايي، مرګ ژوبله ځکه کمه شوې چې د ده په خبره د دولت وسله وال مخالفين ځپل شوي دي.

د کابل ښار د فاضل بېک سيمې اوسېدونکې عاليې فاروقي پژواک خبري اژانس ته وويل، ټول افغانان له جګړو ستړي دي او تمه لري چې په هېواد کې دايمي او تل پاتې سوله راشي.

هغې په تېره مياشت کې د مرګ ژوبلې په کموال خوښي وښوده، خو زياته يې کړه:”د تېرو کلونو په ژميو کې به هم تل د سولې خبرې کېدې او تر ډېره به جګړې او وژنې کمې وې، خو د پسرلي او اوړي په راتګ سره به يې بيا زور اخېست.”

عاليې پر ښکېلو ډلو، په ځانګړي ډول پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د دولت د سولې وړانديزونو ته لبيک ووايي او د خبرو او مذاکرې له لارې د افغانستان کړکېچ ته د حل لار ولټوي.

د افغانستان دولت د کب په نهمه د ٢٥ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون کابل کې جوړې شوې ناسته کې طالبان ته د سولې طرحه وړاندې کړه. په دې طرحه کې اوربند، له قانوني لارو د اساسي قانون تعديل، د طالبانو تحريک د سياسي ګوند په توګه پر رسميت پېژندل او نور شامل وو.

د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار اوسېدونکي سيداغا ابراهيمي هم وايي: “خداى دې وکړي چې جګړې ورځ تر بلې په هېواد کې راکمې او سوله ټينګه شي. خو خلک وېره لري چې د هر کال په څېر د هوا په ګرمېدو سره بيا جګړې زور وانه خلي.”

په تېره فبرورۍ مياشت کې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله د مرګ ژوبلې کچه لږ راټيټه شوې ده؛ تېر کال په همدې مياشتې کې ١٤٤٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

تر ٢٠١٧ کال مخکې کلونو کې د جګړې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دى څرګند، خو په تېرو کلونو کې به هم د هوا په سړېدو سره جګړه او له امله يې مرګ ژوبله کمېده.

د پژواک خبري اژانس مياشتني راپورونه ښيي چې تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر دى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.