ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د کابل – کندهار لويه لاره د ترافيکو پرمخ وتړله

لاريون کوونکو د کابل – کندهار لويه لاره د ترافيکو پرمخ وتړله

author avatar
3 Mar 2018 - 18:05
لاريون کوونکو د کابل – کندهار لويه لاره د ترافيکو پرمخ وتړله
author avatar
3 Mar 2018 - 18:05

غزني (پژواک،١٢کب٩٦): د غزني د قره باغ ولسوالۍ يو شمير اوسېدونکو د خپلو وژل شويو کسانو په غبرګون کې د کابل-کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ وتړله.

تيره شپه د قره باغ په شيراباد سيمه کې ناپيژندو وسله والو د يوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژلي، دوه ښځې ټپيانې کړي او دوه تنه نور يې له ځانه سره بېولي دي.

د دې پېښې په غبرګون کې، نن د کب په ١٢مه د قره باغ ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو په غزني ښار کې لاريون وکړ.

د لاريون کوونکو په استازيتوب بصيراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د نېختې سيمې اوسېدونکو په شيراباد سيمه کې د ابراهيم پر کور بريد کړى دى.

نوموړي زياته کړه چې په دې بريد کې ابراهيم او زوى يې وژل شوي، دوه ښځې ټپيانې دي او دوه تنه نور بريدګرو له ځانه سره وړي دي.

هغه وايي: ((د شپې په دولتې رینجر کې چې د پولیسو او ملي اردو دریشې يې پر تن وې، راغلل او دغه عمل يې ترسره کړ.))

د ده په وينا، د دې عمل په غبرګون کې دوى لاريون کړى، لاره يې بنده کړې او د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي.

دغه راز د وژل شوي ابراهيم پلار پژواک ته وويل چې تېره شپه يې کور ته وسله وال ورغلي، زوى او لمسى ورته وژلي او دوه ښځې ټپيانې کړي او دوه نور ماشومان يې له ځانه سره بېولي دي.

د ده په خبره، حکومت بايد ډېر ژر د ده د کورنۍ د غړو قاتلين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

لاريون کوونکو ويل، تر هغه يې چې غوښتنې نه وي منل شوي، د ترافيکو پرمخ به د کابل-کندهار لويه لار خلاصه نه کړي.

په دې اړه د غزني په ولايتي شورا کې د قره باغ استازي عصمت الله جامرادوال پژواک ته وويل چې دغه پېښه د بښلو نه ده او ژر تر ژره يې بايد عاملين ونيول شي.

هغه زياتوي: ((که چېرې دا ستونزه هواره نه شي، شاید د شيراباد او نېختي سيمو د اوسېدونکو ترمنځ په يوه قومي شخړه بدله شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.