ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځانمرګي بريد ښوونځي ته روان ماشوم د ګور مېلمه کړ

ځانمرګي بريد ښوونځي ته روان ماشوم د ګور مېلمه کړ

author avatar
3 Mar 2018 - 11:58
ځانمرګي بريد ښوونځي ته روان ماشوم د ګور مېلمه کړ
author avatar
3 Mar 2018 - 11:58

کابل(پژواک،۱۲کب۹۶): پرون په کابل کې ځانمرګي بريد  د هغه اووه کلن ماشوم ژوند واخيست چې ښوونځي ته د تګ لپاره يې نوم ليکلی و او په درسي ټولګي کې د ګډون لپاره يې شېبې شمارلې.

د تېرې جمعې په ورځ  سهار ۹بجې د کابل ښار نهمې ناحيې اړوند په قابل بای سيمه کې ځانمرګی بريد تر سره شو چې د کورنيو چارو وزارت په وينا په دې بريد کې يو ماشوم وژل شوی او لږ تر لږه ۲۲ نور ټپيان دي.

په پېښه کې د وژل شوي هلک صفي الله پلار محمد کبير پژواک خبري اژانس ته وويل:" په لرګي پلورنځي کې وم چې يو بوږنونکې غږ مې واورېد، د باندې مې رامنډه کړه، ومي ليدل چې صفي الله ځای پر ځای شهيد شوی او بل زوی مې سخت ټپي دی."

هغه وويل چې ماشومان يې له ده سره د مرستې لپاره د نوموړي هټۍ ته راغلي وو، خو د يوه وحشي بريد قربانيان شول.

د صفي الله مور وويل:" صفي الله او ورور يې سهار وختي د خپل پلار د لرګي پلورلو هټۍ ته تللي وو څو له پلار سره يې د لرګيو په ماتولو کې مرسته وکړي، خو يو ساعت وروسته، کور ته د بېرته را ستنېدو په لاره کې د ځانمرګي بريد له امله ځای پرځای ووژل شو."

هغه چې د خپلو يو شمېر ګاونډيانو او دوستانو  ترمنځ  د خبرو پر مهال په  ژړا شو او زياته يې کړه:" ماشوم مې نوی په ښونځي کې نوم ليکنه کړې وه او هيله يې درلوده چې په راتلونکې کې انجنير شي، شپه او ورځ په دې فکر کې و چې کله به ښوونځي ته ځي. "

د صفي الله مور زياته کړه:" زوی مې د خپل لاس مزدورۍ په پيسو قلم، کتابچه او ان د ښوونځي جامې اخيستې وې، خو ښوونځي ته ونه رسېد او دغه هيله يې ګور ته يووړه."

نوموړې وويل چې بل زوی يې چې ۱۲کلن دی هم په ياد شوي ځانمرګي بريد کې سخت ټپي شوی او اوسمهال په وزير اکبرخان روغتون کې د کوما په حالت کې بستر دی.

هغه وويل چې کورنۍ يې ډېره بې وزله د ه او په يوه کرايي کور کې د ډېرو ستونزو په زغملو سره ژوند کوي.

دغه غمجنې مور د ساړه  اسويلي په ملتيا وويل:" خدای د ې طالبان در په در کړي، څو د هغو بې وزلو خلکو له زړونو څخه خبر شي چې ددوی په بريد کې ورته مرګ ژوبله اوړي."

د سيمې يوه اوسېدونکي محمد شفيق پژواک  ته وويل چې دا د طالبانو له خوا په ياده شوې سيمه کې اتم بريد دی. د نوموړي په وينا، په دغه سيمه کې د بهرنيانو يو کمپ دی، خو د دا ډول بريدونو ډېری قربانيان ولسي کسان دي.

د سيمې اوسېدوونکي و ايي چې په وروستي بريد کې، د پېښې له ځای څخه تر ۱۰۰مترۍ پورې د خلکو کورونو او موټرو ته سخت زيان اوښتی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.