د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د فراه خلک د جنايي جرمونو زياتېدو اندېښمن کړي

د فراه خلک د جنايي جرمونو زياتېدو اندېښمن کړي

Mar 03, 2018 - 16:29

فراه (پژواک، ١٢ کب ٩٦): د فراه ښار يو شمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې د وسله والو له لوري د جنايي جرمونو لکه غلا او نورو غير قانوني کړنو په اړه شکايت کوي او له امنيتي ارګانونو غواړي چې د دغو جرمونو مخنيوى وکړي.

د فراه ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي فريد احمد له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې په وروستيو کې په ياد ښار کې د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې ده.

د هغه په وينا، شاوخوا يوه مياشت وړاندې يو شمېر وسله والو غلو د هغه د کور مخې ته د ماښام شپږ بجې له نوموړي په زور موټر وتښتاوه.

هغه زياته کړه، دغه راز یې يوه اوونۍ وړاندې وسله والو غلو د موبايل پلورنځي مالونه چې ټوليز ارزښت يې شاوخوا دوه سوه زره افغانۍ و، د ياد ښار په مرکز کې له نوموړي وتښتول.

د فراه ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي محمد عارف وويل: "شا وخوا يوه مياشت وړاندې کله چې د ماښام اووه بجې د کور پر لوري روان وم، د کور مخې ته مې يو شمېر مخ پټو کسانو رانه موټر په زور واخيست."

په دغه ولايت کې يوه سيمه ييز خبريال له نوم اخيستو پرته وويل، په ياد ولايت کې يو شمېر زورواکي د ساتونکو په نوم وسله وال کسان لري.

نوموړي د کوم زورواکي له نوم اخيستو پرته د ورته کسانو شتون د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل: "د زورواکو او مافيا کسان" هغه په مرګ ګواښلى دى."

هغه زياته کړه: "شاوخوا يوه مياشت وړاندې مې د نشه يي توکو په اړه راپور چمتو کاوه چې د نشه يي توکو سيمو له راګرځېدو پر مهال د نشه يي توکو يوه پلورونکي چې نور وسله وال کسان هم ورسره و، راغلل او ماته يې وويل، که چېرې د دا ډول راپورونو خپرولو ته دوام ورکړم، ښه ورځ به ونه وينم."

ياد خبريال زياته کړه، له همدې امله نه غواړي چې له دې وروسته د نشه يي توکو اړوند موضوع په اړه راپور چمتو کړي؛ ځکه ژوند يې په خطر کې دى.

فراه کې يوه مدني فعال بريالي غفاري د جزئياتو له وړاندې کولو پرته ادعا وکړه، فراه ښار کې ډېرى غيرمسوول وسله وال کسان هغه څوک دي چې د ياد ولايت له يو شمېر چارواکو سره اړيکه لري؛ ځکه د هغه په وينا، عادي کسان له ځانونو سره وسلې نه شي لېږدولى.

بريالي ادعا وکړه، په شاوخوا وروستۍ يوه مياشت کې د فراه په ښار کې وسله والو کسانو درې کسان وژلي او دغه راز هره ورځ د موټر، موټرسايکل او دکانونو د غلا لسګونه پېښې ترسره کېږي.

د فراه ښار يوه بل مدني فعال محمد داود حقيار ادعا وکړه، د فراه په مرکز کې په وروستيو دوه مياشتو کې له ٧٠ زيات موټرونه او موټرسايکلونه غلا شوي دي.

خو د فراه امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير محمد عمر نجيب د دغو ادعاو د ردولو ترڅنګ وويل، په وروستيو دوه مياشتو کې له فراه ښار څلور موټرونه غلا شوي چې له دې جملې يې د پوليسو د هلو ځلو له مخې؛ درې موټرونه بيرته موندل شوي او خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.

نوموړي دغه راز د شمېرو له معلومولو پرته وويل، په دې موده کې په غلاو کې د لاس لرلو په تور يو شمېر کسان نيول شوي دي.

د فراه ښار اوسېدونکي، د ياد ولايت له چارواکو غواړي چې د جرمونو له رامنځته کېدو مخنيوى وکړي او دغه راز له غيرمسووله وسله والو کسانو ټولې وسلې راټولي کړي.

عبدالبصير سالنګي چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د فراه د والي په توګه ټاکل شوى، وايي چې د وسله والو مخالفينو له لوري ټولې رامنځته شوې نا امنۍ د دغو جرمونو او بې نظميو سرچينه اخلي.

هغه وويل، د وسله والو مخالفينو او جنايي جرمونو ترسره کوونکو پر وړاندې به جدي ګامونه پورته کړي.

د فراه والي وويل، د فراه د چارواکو او ولايتي شورا غړو په ګډون به هيچا ته اجازه ورنکړي چې له قانون سرغړونه وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement